لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه دې بهارت دپولې پورې غاړې ډزو نه منعې کړي،پاکستان


 دسرکاري ميډيا ترمخه دغه څرگندونې دپاکستاني وزيراعظم دقومي اؤ خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل سره په ټيليفون کړي دي.
دسرکاري ميډيا ترمخه دغه څرگندونې دپاکستاني وزيراعظم دقومي اؤ خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل سره په ټيليفون کړي دي.

پاکستان ملگرو ملتونو نه غوښتنه کړې چې هند دې په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ "دپاريدونکو" ډزو نه منعې کړي اؤ دکشمير دستونزې هواري لپاره پخپلو قراردادونو عمل باوري کړي.

دسرکاري ميډيا ترمخه دغه څرگندونې دپاکستاني وزيراعظم دقومي اؤ خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل سره په ټيليفون کړي دي.

دپاکستان اؤ بهارت ترمينځ روانه مياشت کې پرله پسې په يو بل دپولې دخلاف ورزۍ تورونه لگول کيږي اؤ دډزو په پيښو کې دواړو خواؤ ته لږ ترلږه ٢٠ کسان وژل شوي دي.

سرتاج عزيز وويل پاکستان دهر شان جارحيت دجواب ورکولو توان لري اؤ دعوه يې کړې چې دهند لخوا دکيدونکو ډزو جواب يې په زياتې ذمه وارۍ اؤ صبر سره ورکړى.

هغه غوښتنه وکړه چې ملگري ملتونه دې ددواړو ملکونو ترمينځ داړيکو معمول ته دراوستو لپاره خپل کردار ادا کړي.

هغه وويل چې پاکستان په امن باور لري خو ددې مقصد ترلاسه کولو لپاره دکشمير بنيادي ستونزه دملگرو ملتونو دقراردادونو اؤ کشميري اولس دخواهشاتو سره سم هوارول پکار دي.

بانکي مون يوځل بيا په لا ئن اف کنټرول دتشدد په پيښو اؤ دغلته په رامينځته شوې مرگ ژوبلې دانديښنې څرگندونه وکړه.

دملگرو ملتونو عسکري مبصر مشن دلا ئن اف کنټرول دوره کړې اؤ په پوله يې دډزو له امله داوښتو زيانونو جاج اخستى.

پاکستان بهارت دواړه ٢٠٠٣م کې دکشمير په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) داوربند دتړون خلاف ورزو کې دلمړي والي تورونه لگوي دډزو اوسنو پيښو کې دزياتوالي نه پس ددواړو ملکونو اړيکې تاؤژنې شوي دي.

اوس اوس ددواړو ملکونو ډائريکټر جنرل ملټري اپريشن په هاټ لا ئن رابطه کړې اؤ ددغه شان پيښو دمخنيوي په لارو چارو يې خبرې کړې وې.

بل لوري ته دپاکستان پوځ داتوار په ورځ يوځل بيا وئيلي دي چې دسيالکوټ په ورکنگ باؤنډرۍ پوکهيليا سيکټر کې دپولې پورې غاړې هندي ځواکونو شکمنې پاريدونکې ډزې کړي دي.

پاکستاني چارواکي وائي چې هغوي هم دغو ډزو ته سخت جواب وئيلى ، په دغه تازه کارروايۍ کې دڅه قسمه مرگ ژوبلې اوښتو اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.

دپاکستان له لوري ددغه دعوې په اړه دهند له لوري کوم جواب مخې ته نۀ دى راغلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG