لاس رسیدونکی لینک

دامن دخراب صورتحال وجه افغانستان اؤ فاټا کې بدامني ده،پرويزخټک


پاکستان کې جرمن سفير ډاکټر سيرل نن سره وزيراعلي سيکرټريټ پيښور کې دليدنې په مهال پرويز خټک وويل افغانستان سره " زمونږ" دزرو کلو ميټرو نه زياته پوله پيوست ده

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دي چې صوبه کې دامنيت دخراب صورتحال اصل وجه گاونډي ملک افغانستان اؤ پيوست قبائيلي سيمو کې روانه بدامني ده.

پاکستان کې جرمن سفير ډاکټر سيرل نن سره وزيراعلي سيکرټريټ پيښور کې دليدنې په مهال پرويز خټک وويل افغانستان سره " زمونږ" دزرو کلو ميټرو نه زياته پوله پيوست ده اؤ دقبائيلي علاقو انتظام هم نيغ په نيغه دوفاقي حکومت په لاس کې دى چې ددې په وجه دصوبې پوليس دغو علاقو پورې رسد نۀ لري

په دغه موقع پيښور کې جرمن قونصلر، ايډيشنل چيف سيکرټري خالد پرويز، دوزيراعلي پرنسپل سيکرټري محمد اشفاف خان اؤ دوزيراعلي دشکايتونو دسيل چئيرمين دلروز خان هم موجود وؤ.

پرويز خټک وويل " مونږ په وفاقي حکومت واضحه کړې ده چې قبائيلي علاقو کې دامنيت ټينگښت لپاره سنجيده گامونه واخلي اؤ صوبائي حکومت دې لړ کې وفاق سره دهرې ممکنه مرستې لپاره تيار دى"

هغه وويل چې داوږدې مودې راهسې دافغان کډوالو اؤ اوس پيوست قبائيلي علاقو کې دبدامنۍ په وجه دبې کوره شوؤ کسانو بوج هم په صوبې راغلى اؤ که هر څو هغوي اوس ددې عادت شوي خو ددې له امله دهغوي معيشت زيات اغيزمن وى ځکه چې صوبائي حکومت دلکونو په شمير کې ابادۍ ته دخوراک، صحت، اؤ اوسيدو په گډون نورې اسانتياوې ورکوي.

وزيراعلي وويل چې په داسې حال کې دنړيوالې ورورولۍ هم فرض جوړيږي چې دصوبې معيشت پخپلو پښو اودرولو لپاره هغوي سره مرسته وکړي اؤ دغه مرسته هغوي دامداد نۀ بلکې دتجارت اؤ سرمايه کارۍ په شکل کې غواړي.

پرويز خټک دعوه وکړه چې صوبه کې دامن صورتحال ښه کړل شوى اؤ د صوبې په تاريخ کې په لمړي ځل دانټلي جنس اؤ پلټنو يو مربوط اؤ موثره نظام جوړ کړل شوى.

هغه وويل چې صوبائي حکومت دامن لپاره وفاق سره هرشان مرسته کوي اؤ ددې ترڅنگ دپاکستان دپوځ سره اوږه په اوږه د(شمالي وزيرستان) دعملياتو په وجه دبې کوره شوؤ خلکو خيال ساتي.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي دروغتيا اؤ تعليم په گډون بيلا بيلو څانگو کې دخپل حکومت داصلاحاتو اؤ سرکاري مشينرۍ نه دبدعنوانۍ دختمولو لپاره داخستل شوؤ گامونو نه جرمن سفير خبر کړو اؤ وې وئيل چې صوبه کې فني تعليم لوري ته پام گرځولى شي ترڅو دصوبې ځوانان په بهرنو ملکونو کې يواځې څوکيداران اؤ مزدوران جوړ نۀ شي.

XS
SM
MD
LG