لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : عملياتو کې شپږ جنگيالي وژل شوي


 امنيتي ځواکونه دخيبرايجنسۍ په سپاه، ملک دين خيل اؤ اکاخيل علاقو کې پرمختگ کوي اؤ دسرکاري سرچينو وينا ده چې دخالي په ورځ امنيتي ځواکونو سره نښتو کې نور شپږ جنگيالي وژل شوي دي.
امنيتي ځواکونه دخيبرايجنسۍ په سپاه، ملک دين خيل اؤ اکاخيل علاقو کې پرمختگ کوي اؤ دسرکاري سرچينو وينا ده چې دخالي په ورځ امنيتي ځواکونو سره نښتو کې نور شپږ جنگيالي وژل شوي دي.

سرچينې وائي دپاکستان پوځ خيبرايجنسۍ کې دترهه گرو خلاف پيل کړل شوؤ عملياتو " خيبرون" کې دخالي په ورځ نور شپږ جنگيالي وژلي دي.

امنيتي ځواکونه دخيبرايجنسۍ په سپاه، ملک دين خيل اؤ اکاخيل علاقو کې پرمختگ کوي اؤ دسرکاري سرچينو وينا ده چې دخالي په ورځ امنيتي ځواکونو سره نښتو کې نور شپږ جنگيالي وژل شوي دي.

دخيبرايجنسۍ سپاه علاقه دمقامي تندروه ډلې لشکراسلام يوه مضبوطه ځاله گڼلى شي اؤ ددې ترڅنگ دغه ډله په ملک دين خيل اؤ اکاخيل علاقو کې هم خپل کافي جنگيالي لري.

خيبرايجنسۍ کې څو ورځې وړاندې د " خيبرون" په نوم عمليات پيل کړل شوي چې پکې تندلارو ته ددرنې مرگ ژوبلې اړولو دعوې شوي خو سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه ډول دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتونکې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

خيبرايجنسۍ کې له دې وړاندې هم دپاکستان پوځ دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړي اؤ وخت په وخت دجنگي الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو نه دترهه گرو شکمنې ځالې هم په نخښه کولى شي خو دغه سيمه په مکمله ډول دترهه گرو نه پاکه کړل شوې نۀ ده اؤ په زياترو برخو يې دلشکراسلام په گډون بيلا بيلې مقامي تندروه ډلې قابضې دي.

دخيبرايجنسۍ ترڅنگ دپاکستان پوځ په قبائيلي علاقه شمالي وزيرستان کې هم سږکال دجون په مياشت کې عمليات پيل کړي اؤ په دغو عملياتو کې هم دتقريباً ١٢٠٠ؤ جنگيالو دوژل کيدو دعوه شوې.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف نن ملټري اکيډيمي کاکول کې يو پاسنگ اؤټ پريډ ته دخطاب په وخت دعوه وکړه چې شمالي وزيرستان کې پوځ په کاميابۍ سره عمليات ترسره کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG