لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايراني ځواکونو په شکمنو ډزو پاکستانى عسکر وژل شوى


 دپاکستان دپيراملټري فورس( فرنټئير کور) له لوري دجاري شوي يو بيان ترمخه دغه پيښې دجمعې په ورځ دايران دپولې سره نزدې دپاکستان دبلوچستان صوبې په مند علاقه کې رامينځته شوې ده.
دپاکستان دپيراملټري فورس( فرنټئير کور) له لوري دجاري شوي يو بيان ترمخه دغه پيښې دجمعې په ورځ دايران دپولې سره نزدې دپاکستان دبلوچستان صوبې په مند علاقه کې رامينځته شوې ده.

پاکستاني چارواکي وائي چې بلوچستان صوبه کې دايراني ځواکونو په شکمنو ډزو دفرنټئير کور( ايف سي) يو عسکر وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان دپيراملټري فورس( فرنټئير کور) له لوري دجاري شوي يو بيان ترمخه دغه پيښې دجمعې په ورځ دايران دپولې سره نزدې دپاکستان دبلوچستان صوبې په مند علاقه کې رامينځته شوې ده.

همدغه شان پاکستاني چارواکو دعوه کړې ده چې دايران سرحدي محافظانو دخالي په ورځ دپاک ايران سرحدي علاقې مشکائيل کې درې دمارټر گولې فائر کړي دي چې په وجه يې مقامي خلکو کې ويره ترهه خوره شوې ده.

پاکستاني چارواکي وائي چې دمارټر دگولو ددغه حملې نه پس دايف سي اؤ ليويز چارواکي سيمې ته رسيدلي اؤ په پوله يې امنيتي انتظامات سخت کړي دي، پيښه کې دکومې مرگ ژوبلې اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.

دجمعې په شپه جاري شوي دغه بيان کې وئيل شوي دي چې دفرنټئير کور عسکر دپولې سره نزدې په ځينو شکمنو کسانو پسې لگيدلي وؤ چې په دغه مهال پرې دايران سرحدي ځواکونو ناتاره ډزې وکړې.

بيان کې وئيل شوي چې ايراني ځواکونو دپاکستان دسرحدي ځواکونو په گاډي دمارټر گولې فائر کړې چې په نتيجه کې يې يو پاکستانى عسکر ووژل شو اؤ درې نور ژوبل شول، دډزو په دغه پيښه کې دامنيتي ځواکونو گاډي ته هم نقصان رسيدلى.

بيان کې دفرنټئير کور ترجمان تور لگولى چې حمله کې دديرشو نه زيات ايراني پوځيان ککړ وؤ چې په گڼو گاډو کې ناست وؤ اؤ هغوي دپاکستان سرحد ته تر دوؤ کلو ميټرو پورې ورداخل شوي اؤ حمله يې کړې ده.

دپاکستان پوځي چارواکو دايران ددغه حملې غندنه کړې اؤ دايراني پوځيانو له لوري يې دپاکستان حدودو کې مداخلت دبين المللي قوانينو خلاف ورزي گرځولې ده.

فرنټئير کور پخپل بيان کې وئيلي چې ددغه پيښې نه پس په ٩٠٠ کلو ميټره اوږده پاک ايران پوله امنيتي انتظامات سخت کړل شوي اؤ په راتلونکي کې دايراني عسکرو دمداخلت مخنيوي لپاره اضافي عسکر تعينات کړل شوي دي.

ددغه پيښې نه يوه ورځ وړاندې دايراني پوځ "پاسداران انقلاب" مرستيال مشر بريگيډئير جنرل حسين سلامي پاکستان ته خبردارى ورکړى ؤ دايران پوځ به دضرورت په پيښيدو دترهه گرو خلاف پاکستاني حدودو ته ورداخليږي اؤ په خلاف به يې کارروائي کوي.

دجمعې په ورځ ايراني ميډيا دعوه کړې وه چې دپاکستان نه ايران ته داخل شوؤ ياغيانو سره نښته کې دايران دوه سرحدي محافظان وژل شوي وؤ.

ددې نه وړاندې تيره اوونۍ هم ايراني چارواکو په پاک ايران سرحدي سيمه کې دنامعلومو وسله والو حمله کې دڅلورو سرحدي محافظانو دوژل کيدو دعوه کړې وه، ايراني چارواکي تور لگوي چې دغه حمله کوونکي دپاکستان نه ايران ته ورداخليږي.

دتهران حکومت دريځ لري چې ايران مخالفه سُني تندلارو دپاکستان بلوچستان صوبه کې خوندي ځالې جوړې کړي اؤ دغلته نه دايران په خاوره حمله کوي اؤ پاکستاني پوځيان ددغو حملو په مخنيوي کې ناکامه پاتې شوي دي.

خو پاکستان دايراني حکومت دغه تورونه ردوي.

دجمعې په ورځ ددغه پيښې نه څو گينټې وړاندې اسلام اباد کې صحافيانو سره خبرو کې دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دايران دبريگيډئير جنرل تورونه رد کړي وؤ اؤ وئيلي يې وؤ که ايراني چارواکي دپاکستان نه دپولې پورې غاړې ته دتلونکو ترهه گرو په حواله کوم معلومات لري نو اسلام اباد سره دې يې شريک کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG