لاس رسیدونکی لینک

وسله وال پوځونه دترهه گرو په ضد کاميابې کارروايۍ کوي،تسنيم اسلم


اسلام اباد کې د اووۀ نيز بريفنگ په مهال تسنيم اسلم وويل ترهه گري يوه نړيواله خطره ده اؤ ددې دمخنيوي لپاره گډو هڅو ته اړتيا ده.

دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دجمعې په ورځ وئيلي دي چې دهيواد وسله وال پوځونه دترهه گرو خلاف کاميابې کارروايۍ ترسره کوي اؤ ترهه گرۍ دماتې ورکولو لپاره گډو هڅو ته اړتيا ده.

دخارجه دفتر وياندې دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان پوځ سږکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ اؤ تيره ورځ خيبرايجنسۍ کې هم د"خيبرون" په نوم عمليات پيل کړل شوي.

پوځ شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو کې دنزدې ١٢٠٠ؤ ترهه گرو دوژل کيدو دعوه کړې اؤ وائي په دغو عملياتو کې د٨٠ؤ نه زياتو پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى خو په ازادانه توگه ددغو دعوؤ پخلى نۀ دى شوى اؤ طالبان ځان ته داوښتې مرگ ژوبلې ترديد کوي.

اسلام اباد کې د اووۀ نيز بريفنگ په مهال تسنيم اسلم وويل ترهه گري يوه نړيواله خطره ده اؤ ددې دمخنيوي لپاره گډو هڅو ته اړتيا ده.

هغې وويل دهيواد وسله وال پوځونه دترهه گرو په ضد په کاميابۍ سره کارروايۍ ترسره کوي.

دخارجه دفتر وياندې وويل چې پاکستان پخپل مفاد کې دترهه گرۍ خلاف کارروائي شروع کړې اؤ دا خبره يې باوري کړيچې خاوره يې دکوم بل هيواد خلاف استعمال نۀ شي.

هغې وويل چې سيمه کې ټول ملکونه دترهه گرۍ ښکار دي اؤ دمحفوظو سرحدونو دنشتوالي په وجه ترهه گر ديو ملک نه بل ملک ته داخليږي ځکه په ترهه گرۍ دقابو موندلو لپاره به ټولو ملکونو ته په شريکه کوششونه کول وي.

شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په حواله هغې وويل چې اپريشن په کاميابۍ سره روان دى اؤ دترهه گرو خلاف دپاکستان په گټه کې کارروائي کولى شي.

هغي وويل چې دشاهدالله شاهد پاکستان کې دموجودگۍ علم ورته نشته اؤ امريکا دترهه گرو دمحفوظو ځالو په اړه هغوي ته کوم خبردارى نۀ دى ورکړى.

دپاکستان اؤ انډيا ترمينځ دلانجمې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) درامينځته شوؤ نښتو په اړه تسنيم اسلم وويل چې هندي ډزو کې ١٢ پاکستانيان وژل شوي اؤ ٥٢ نور ژوبل شوي دي.

هغې وويل چې نړيوالې ورورولۍ هم په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ په پيدا شوي تاؤژن صورتحال انديښنه ښودلې ده.

هغې په بهارت دمذاکراتو ميز ته دکښيناستو اؤ دکشمير په گډون په ستونزو دبحث کولو غږ وکړو اؤ زياته يې کړه چې پاکستان سيمه کې دوسلې دزغل په حق کې نۀ دى بلکې سيمې ته دامن ضرورت دى.

همدغه شان دافغانستان په اړه تسنيم اسلم وويل چې نوي افغان قيادت ته پاکستان ته ددورې بلنه ورکړې کوم چې هغوي قبوله کړې خو په دغه اړه نيټې لا تر دې مهاله نۀ دي ټاکل شوي.

XS
SM
MD
LG