لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملتان ضمني انتخاباتو کې عامر ډوگر ته په جاويد هاشمي برتري ترلاسه ده


 ديادې شوې حلقې دقومي اسمبلۍ چوکۍ دحکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف ديو مهم مرور شوي مشر جاويد هاشمي داستعفا ورکولو نه پس خالي شوې وه.
ديادې شوې حلقې دقومي اسمبلۍ چوکۍ دحکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف ديو مهم مرور شوي مشر جاويد هاشمي داستعفا ورکولو نه پس خالي شوې وه.

د پاکستان دجنوبي پنجاب دملتان په ١٤٩ حلقه کې ضمني انتخاب لپاره دووټونو اچولو عمل سرته رسيدلى اؤ دووټونو شميرنه روانه ده اؤ دغيرسرکاري نتيجو ترمخه عامر ډوگر ته په جاويد هاشمي برتري ترلاسه ده.

دپولنگ په مهال په گڼو مقاماتو دجاويد هاشمي اؤ عامر ډوگر دپلويانو ترمينځ خبرې ترخې شوي اؤ په يو بل يې ددهاندلۍ تورونه لگولي، راپورونه وائي په شمس اباد پولنگ سټيشن دسياسي کارکوونکو ترمينځ دتکرار وروستو پولنگ په عاضي توگه اودرول شوى ؤ ، خو درينجرز ځواکونو په رامخې ته کيدو پولنگ بيا شروع کړل شو.

دپولنگ سټيشنو نه دجاري شوؤ غير رسمي اؤ غيرسرکاري نتيجو ترمخه عامرډوگر ته په جاويد هاشمي برتري ترلاسه ده ، خو اوس هم په لسگونو پولنگ سټيشنو کې دووټونو دشميرلو عمل روان دى.

ديادې شوې حلقې دقومي اسمبلۍ چوکۍ دحکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف ديو مهم مرور شوي مشر جاويد هاشمي داستعفا ورکولو نه پس خالي شوې وه.

دزيارت په ورځ کيدونکي ضمني انتخاب کې جاويد هاشمي دازاد اميدوار په حيث ولاړ ؤ اؤ ملتان کې دهغه اؤ عامر ډوگر ترمينځ دسختې مقابلې امکان ؤ.

خبريالانو سره خبرو کې جاويد هاشمي وويل دابتدائي نتيجو نه په ډاگه کيږي چې نتيجې زما په حق کې نۀ دي اؤ څوک چې گټي زۀ به ورته مبارکي ورکووم

هغه وويل دا خبره هم ثابته شوه چې عمران خان اؤ طاهرالقادري ته حکومت دووټونو په ذريعه چيلنج کول پکار دي ځکه چې نورې ټولې طريقې به ملک اؤ معيشت تباه کړي.

هاشمي وويل که ما ماتې هم وخوړه ، خو بيا هم په يو لحاظ سره کامياب شوم ځکه چې دا هاغه طريقه ده چې ما خپلول غوښتل

دتحريک انصاف نه جدا شوي سياست دان وويل چې که هر څو دهغه اؤ مسلم ليگ(ن) ترمينځ تماس نۀ ؤ خو دهغوي کارکوونکو اؤ پلويانو دهغه لپاره کمپائن چلولى اؤ کار يې کړى.

. عامر ډوگر ته دپاکستان تحريک انصاف اؤ جاويد هاشمي ته دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) دپردې تر شا ملاتړ ترلاسه ؤ اؤ مبصرينو ددغو دواړو کانديدانو گټه اؤ تاوان په اصل کې د(ن) ليگ اؤ تحريک انصاف په اولس کې موجود مقبوليت اؤ يو ريفرنډم گڼلو.

تحريک انصاف کې دشامليدو نه وړاندې جاويد هاشمي په واکمن گوندمسلم ليگ(ن) کې شامل ؤ.

ياده شوې حلقه کې دپيپلز پارټۍ جاويد صديقي هم ولاړ ؤ.

دملتان په دغه حلقه کې ددرج ووټ اچونکو شمير درې لکه اؤ يو څلويښت زره دى اؤ دووټونو اچولو عمل سحر اتۀ بجې شروع شوى کوم چې بغير دکومې دمې نه د ماښام پينځوؤ بجو پورې روان ؤ

ووټنگ لپاره ٢٨٦ پولنگ سټيشنې جوړې کړل شوې وې چې پکې ١٠٦ حساس گرځول شوي، په دغه موقع سخت امنيتي گامونه اخستل شوي وؤ اؤ دپوليسو ترڅنگ رينجرز هم دکومې ناخوښه پيښې مخنيوي لپاره اودرول شوي وؤ.

پاکستان تحريک انصاف دتيرو دوؤ مياشتو راهسې دوزيرعظم نواز شريف دحکومت خلاف اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دى اؤ وخت په وخت دملک مختلفو برخو کې احتجاجي جلسې کوي.

عمران خان تور لگوي چې نواز شريف د٢٠١٣م عام انتخاباتو کې دهاغه وخت دچيف جسټس افتخار چوهدري ، اليکشن کميشن اؤ ځينو نورو کسانو په گډه دهاندلې کړې اؤ اقتدار ته رسيدلى.

خو نوازشريف دتيرکال انتخابات شفاف اؤ ازادانه گڼي اؤ دشکمنې دهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره يې دسپريم کورټ په ججانو دمشتمل يو درې کسيز کميشن جوړولو تجويز هم وړاندې کړى کوم چې عمران خان رد کړى.

دپي ټي ائي داسمبلۍ غړو دقومي اسمبلۍ سپيکر سره خپلې استعفاگانې هم جوړې کړې چې تر دې مهاله نۀ دي منظورې کړل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG