لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي گامونه دسيمې امن لپاره خطره ده،پاکستان

. واشنگټن کې دبحراوقيانوس کونسل په تابيا فورم ته دوينا په مهال جليل عباس جيلاني تور ولگولو چې انډيا دپاکستان اؤ هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) خلاف وزري جاري ساتلې ده.

امريکا کې دپاکستان سفير جليل عباس جيلاني وئيلي دي چې په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ " بهارتي جارحيت" ددواړو ملکونو دوه اړخيزه اړيکې تاؤژنې کړي دي.

. واشنگټن کې دبحراوقيانوس کونسل په تابيا فورم ته دوينا په مهال جليل عباس جيلاني تور ولگولو چې انډيا دپاکستان اؤ هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) خلاف وزري جاري ساتلې ده.

هغه وويل چې پاکستان انډيا سره دامن فضاء برقراره ساتل غواړي، پاکستاني سفير تور ولگولو چې هندي گامونه په جنوبي ايشياء کې دامن لپاره خطره جوړيږي.

جيلاني ويل چې دهند له لوري پاکستان سره دخارجه سکترانو په کچه دمذاکراتو منسوخول دمايوسۍ وړ گام دى.

په عين حال کې دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگې هم وئيلي چې دشورو ورځ سحر مهال دهند دپاکستان په دوؤ سيکټرو پارونکې ډزې کړي اؤ پاکستان ورته کوټلى ځواب وئيلى.

دپوځي بيان ترمخه هند دسيالکوټ نيزا پير اؤ دباغ کيلر سيکټر کې گوله باري کړې ده.

بهارت اؤ پاکستان وخت په وخت په يو بل دپولې دخلاف ورزۍ اؤ په يو بل ډزو کې دلمړي والي تورونه لگوي.

روانه مياشت کې دپاکستان اؤ بهارت ترمينځ دکشمير په لانجمنه پوله اؤ دسيالکوټ په ورکنگ باؤنډرۍ دپولې دواړو لورو ته دډزو پيښې رامينځته شوي چې پکې نزدې ٢٠ کسان وژل شوي دي.

ددغو پيښو نه پس ددواړو ملکونو چارواکو يو بل ته دړکې اؤ خبرداري هم ورکړي خو ملگرو ملتونو اؤ امريکا په دواړو دخپل مينځي مذاکراتو په ذريعه دمعاملې دحل راويستو غږ کړى دى.

بل لوري ته دپاکستان خارجه دفتر اسلام اباد کې ميشتوؤ ټولو سفارت کارانو ته په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ دپاک ؤ هند ترمينځ دډزو اؤ گوله بارۍ نه پس په پيدا شوي صورتحال حال احوال تير کړى دى.

په دغه موقع دپاکستاني وزيراعظم ځانگړي مرستيال طارق فاطمي دپاکستان اؤ بهارت ترمينځ دښو گاوډيانو داړيکو جوړولو په اړه خپله تگلاره تکرار کړه اؤ دملټري اپريشنز ډائريکټوريټ يو استازي دهند له لوري دډزو ، گوله بارۍ اؤ ددې په نتيجه کې اولسي وگړو ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه دغونډې برخه والو ته حال احوال تير کړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG