لاس رسیدونکی لینک

په پوله دتاؤتريخوالي وروستو دپاک وهند دپوځي مشرانو رابطه


ددواړو ملکونو ډي جي ايم اوز تيرکال ددسمبر په مياشت کې ليدنه کړې وه چې پکې ٢٠٠٣م کې په لا ئن اف کنټرول داوربند په اړه دترسره شوي تړون دسرلوړۍ اراده څرگنده کړل شوې وه.

دپاکستان اؤ بهارت ترمينځ په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ دډزو اؤ گوله بارۍ نه پس دپيدا شوي صورتحال په تناظر کې ددواړو ملکونو د لوړپوړو پوځي عهديدارانو ترمينځ رابطه شوې ده.

دسري کاري ميډيا ترمخه ډائريکټر جنرل ملټري اپريشنز( ډي جي ايم اوز) دنهې په ورځ خپل هندي سيال سره په هاټ لا ئن راپطه کړې اؤ هغه ته يې په لا ئن اف کنټرول دهندي ځواکونو له لوري په پارونکو ډزو اؤ گوله بارۍ دخپلو تحفظاتو څرگندونه کړې ده.

ددواړو ملکونو ډي جي ايم اوز تيرکال ددسمبر په مياشت کې ليدنه کړې وه چې پکې ٢٠٠٣م کې په لا ئن اف کنټرول داوربند په اړه دترسره شوي تړون دسرلوړۍ اراده څرگنده کړل شوې وه.

روانه مياشت کې ددواړو ملکونو ترمينځ دکشمير په لانجمنه پوله اؤ دسيالکوټ په ورکنگ باؤنډرۍ دپولې دواړو لورو ته دډزو پيښې رامينځته رامينځته شوي چې پکې نزدې ٢٠ کسان وژل شوي دي.

ددغو پيښو نه پس ددواړو ملکونو چارواکو يو بل ته دړکې اؤ خبرداري هم ورکړي اؤ ملگرو ملتونو اؤ امريکا په دواړو دخپل مينځي مذاکراتو په ذريعه دمعاملې دحل راويستو غږ کړى دى.

دپاکستاني وزيراعظم دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو مشاور سرتاج عزيز دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل ته يو خط هم ليکلى چې پکې هغه دسرحدي تاؤتريخوالي نه خبر کړل شوى دى.

سرتاج عزيز په دغه خط کې ليکلي چې دکشمير دستونزې حل کولو لپاره دې ملگري ملتونه اؤ نړيواله ورورولي خپل کردار ادا کړي.

XS
SM
MD
LG