لاس رسیدونکی لینک

اورکزو ايجنسي : دبم چاؤدنه کې يو تن وژل شوى


دسرچينو ترمخه دکوزې اورکزو ايجنسۍ په سپاه سيمه کې ددولت موسي سړک په غاړه دښخ يو بم چاؤدنه شوې چې پکې يو تن وژل شوى اؤ يو ژوبل شوى دى

راپورونه وائي دقبائيلي سيمې کوزې اورکزو ايجنسۍ کې ديوې بمي چاؤدنې له امله يو تن وژل شوى اؤ بل ژوبل شوى دى.

دسرچينو ترمخه دکوزې اورکزو ايجنسۍ په سپاه سيمه کې ددولت موسي سړک په غاړه دښخ يو بم چاؤدنه شوې چې پکې يو تن وژل شوى اؤ يو ژوبل شوى دى، ژوبل تن دعلاج لپاره يو مقامي هسپتال ته رسول شوى دى.

سرچينې وائي چې دچاؤدنې له امله يو گاډي ته هم زيان رسيدلى دى.

اورکزو ايجنسي دپاکستان داوؤ قبائيلي سيمه څخه يوه ده اؤ باور کيږي دغلته دالقاعده سره تړلو جنگيالو خپلې خوندې ځالې جوړې کړي دي.

دغه سيمه په ٢٠١٣م کې دډرون په يوه حمله کې دوژل شوي پاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود يوه مرکزي ځاله هم پاتې شوې ده.

XS
SM
MD
LG