لاس رسیدونکی لینک

ملتان : دتحريک انصاف جلسه کې منډې ترړې،٧ کسان مړۀ


امدادي ډلو ژوبل اؤ بې هوشه شوي خلک په فوري توگه هسپتال ته رسولي چې دغلته هم دزياترو حالت نازک ښودلى شي.

دپاکستان دپنجاب صوبې په ملتان سيمه کې دپاکستان تحريک انصاف جلسه کې دمنډرو ترړو جوړيدو له امله ٧ کسان وژل شوي اؤ گڼ کسان زخميان شوي دي.

دميډيا راپورونو ترمخه ملتان کې دتحريک انصاف دجلسې نه پس په لويې شمير کې خلک دجلسې دځايې نه بهر وتل چې په دغه مهال ناڅاپي ديکې اؤ منډې ترړې جوړې شوې چې پکې دابتدائي اطلاعاتو ترمخه ٧ کسان وژل شوي اؤ ٢٠ نور ژوبل شوي دي.

امدادي ډلو ژوبل اؤ بې هوشه شوي خلک په فوري توگه هسپتال ته رسولي چې دغلته هم دزياترو حالت نازک ښودلى شي.

سرچينې وائي جلسه کې دعمران خان دموجودگۍ په مهال گڼ ځوانان دسختې گرمۍ په وجه بې هوشه شوي وؤ.

دتحريک انصاف جلسه گاه کې دخلکو دننه اؤ بهر وتلو لپاره درې دروازه جوړې کړل شوې وې چې پکې يوه دروازه دپارټۍ قيادت اؤ دوه بيلې بيلې دروازې دښځو اؤ سړو لپاره لگول شوې وې ، خو دجلسې دختميدو سره سم دپنډال بلبونه بند کړى شول چې ورسره جلسه گاه کې ديکې اؤ منډې ترړې جوړې شوې.

پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک دتيرو دوؤ مياشتو راهسې اسلام اباد کې دپاکستاني وزيراعظم نواز شريف دحکومت خلاف په احتجاج بوخت دي اؤ هغه نه دمستعفي کيدو غوښتنې کوي.

پاکستان تحريک انصاف دتيرو څو اوونو راهسې دکراچۍ، لاهور ، ميانوالي اؤ ملتان په شمول دملک مختلفو برخو کې جلسې کوي ، خو دا اولنۍ موقع ده چې ددغه گوند په کومه جلسه کې دبدنظمۍ په وجه ديکې اؤ منډې ترړې جوړې شوي چې په نتيجه کې يادو شوؤ خلکو خپل ژوند دلاسه ورکړى.

دپاکستان تحريک انصاف مشرې شيرين مزاري تور لگولى چې دغه پيښه دپوليسو اؤ انتظاميې دناقصو انتظاماتو په وجه رامينځته شوې خو پوليس دريځ لري چې دغه پيښه دکوم غفلت نتيجه نه بلکې يوه حادثه وه.

XS
SM
MD
LG