لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف دشمالي وزيرستان دوره کړې


 دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه وزيراعظم ته په دغه موقع سيمه کې دروانو پوځي عملياتو" ضرب عضب" په حواله بريفنگ ورکړل شوى اؤ هغه به دغلته پوځيانو ته وينا هم کړې.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه وزيراعظم ته په دغه موقع سيمه کې دروانو پوځي عملياتو" ضرب عضب" په حواله بريفنگ ورکړل شوى اؤ هغه به دغلته پوځيانو ته وينا هم کړې.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دزيارت په ورځ دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان دوره په داسې حال کې کړې چې دغلته دپاکستان پوځ دملکي اؤ غيرملکي ترهه گرو خلاف په عملياتو بوخت دى.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه وزيراعظم ته په دغه موقع سيمه کې دروانو پوځي عملياتو" ضرب عضب" په حواله بريفنگ ورکړل شوى اؤ هغه به دغلته پوځيانو ته وينا هم کړې.

وزيراعظم نواز شريف دترهه گرو په ضد موثره اؤ کامياب پوځي اپريشن دپاکستان دپوځ ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې حکومت دتندلارو خلاف دروانو پوځي عملياتو" ضرب عضب" ملاتړ کوي اؤ وسله والو پوځونو ته به هره ممکنه اسانتيا ورکوي.

دشمالي وزيرستان ميرانشاه علاقې ته په رسيدو دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف نوازشريف ته هرکلى وئيلى دى.

په دغه موقع وزيراعظم نواز شريف خبر کړل شوى چې دشمالي وزيرستان ٨٠ فيصده برخه دترهه گرو نه پاکه کړل شوې ده.

پوځ اوس مهال دافغانستان دپولې سره نزدې په غلام خان علاقه کې ترهه گرو سره په جگړه بوخت دى اؤ پوځ دپاکستان اړخ ته پوله تړلې ترڅو ترهه گر افغانستان ته په تيښته کې بريالي نۀ شي.

دپوځ وينا ده چې شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ عملياتو کې تر دې مهاله تقريباً زر ترهه گر وژل شوي اؤ دترهه گرو نه يې په دروند مقدار کې وسله اؤ گوله بارود لاسته راوړي دي.

ددغه بريفنگ په مهال داخله وزير چوهدري نثارعلي خان ، دسرحدونو وزير عبدالقادر بلوچ اؤ دخيبرپښتونخوا گورنر سردار مهتاب احمدخان هم موجود وؤ.

پوځ شمالي وزيرستان کې دجون په مياشت کې عمليات پيل کړي اؤ دعوه کوي چې تر دې مهاله يې ميرانشاه، ميرعلي، بويه، دته خيل اؤ ديگان علاقې دترهه گرو نه پاکې کړي دي.

وزيراعظم نواز شريف دشمالي وزيرستان دغه دوره په داسې حال کې کړې چې دزيارت په ورځ دته خيل علاقه کې دډرون په يوه حمله کې څلور کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG