لاس رسیدونکی لینک

په پاک ؤهند پوله ډزو کې نور خلک وژل شوي


په پوله ددغه تاؤژن صورتحال دجاج اخستو لاره دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دجمعې په ورځ دقومي سلامتۍ غونډه هم رابللې ده چې پکې به دملک سياسي اؤ پوځي قيادت په دغه معامله غور کوي.

دپاکستان اؤ بهارت دپوځونو لخوا په ورکنگ باؤنډرۍ اؤ لا ئن اف کنټرول دډزو اؤ گوله بارۍ لړۍ روانه ده اؤ دډزو په دغو پيښو کې نور درې پاکستانيان اؤ دوه هندوستانيان وژل شوي دي.

داطلاعاتو ترمخه تر دې مهاله دپاکستان اؤ بهارت په سرحدي علاقو کې ددواړو خواؤ دپوځونو ترمينځ دډزو تبادله کې نزدې ٢٠ کسان مړۀ شوي اؤ په لسگونور نور ژوبل شوي دي، په مړو اؤ ژوبلو کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.

په پوله ددغه تاؤژن صورتحال دجاج اخستو لپاره دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دجمعې په ورځ دقومي سلامتۍ غونډه هم رابللې ده چې پکې به دملک سياسي اؤ پوځي قيادت په دغه معامله غور کوي.

ددغه غونډې مشري به وزيراعظم نواز شريف کوي اؤ پکې به ددفاع، خزانې، اطلاعاتو اؤ دکورنو چارو وزيرانو ترڅنگ دوزيراعظم دخارجه چارو مشاور هم گډون کوي.

همدغه شان غونډې کې به چئيرمين جوائنټ چيفس اف سټاف کميټي اؤ ددريواړو پوځونو مشران هم برخه اخلي.

بل لوري ته امريکا دپاکستان اؤ هندوستان ترمينځ دکشمير په ويشونکې لانجمنې کرښې ( لا ئن اف کنټرول) اؤ ورکنگ باؤنډرۍ ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو په پيښو انديښنه څرگنده کړې اؤ پاکستان اؤ هند ته دمذاکراتو په ذريعه دمعاملو دهوارولو تجويز ورکړى دى.

دامريکا دخارجه محکمې وياندې جين ساکي پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې ددواړو خواؤ په پوله رامينځته شوي تاؤژن صورتحال هغوي انديښنه لري اؤ پرله پسې دپاکستان اؤ هندوستان په حکومتونو ټينگار کوي چې دمذاکراتو په ذريعه دې ددغه ستونزې کوم مناسب حل ولټوي.

هغه وئيلي چې دکشمير په معامله دامريکا په تگلاره کې کوم بدلون نۀ دى راغلى اؤ غواړي چې دغه معامله دخپل مينځي مذاکراتو په ميز هواره شي.

. دميډيا راپورونو ترمخه په ورکنگ باؤنډرۍ اؤ لا ئن اف کنټرول ددواړو خواؤ ترمينځ ډزو کې پاکستان کې تر دې مهاله ١٢ کسان وژل شوي اؤ ٤٣ نور ژوبل شوي دي اؤ ددې ترڅنگ دهند اړخ ته هم ددوؤ نورو کسانو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

سيالکوټ سره نزدې دپاکستان اؤ بهارت ترمينځ په ورکنگ باؤنډرۍ چارواه،چهپړار اؤ هرپال سيکټر کې شوؤ ډزو کې دچارواکو ترمخه درې پاکستانيان وژل شوي دي.

پاکستاني اؤ هندوستاني چارواکي په يو بل دپولې دخلاف ورزۍ تورونه لگوي اؤ داطلاعاتو ترمخه ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو اؤ گوله بارۍ له امله په سلگونو خلکو سرحدي علاقو کې خپل کورونه پريښي اؤ محفوظو سيمو ته يې ځانونه رسولي دي.

دپاکستان اؤ هندوستان ترمينځ ٢٠٠٣ء کې په لا ئن اف کنټرول داوربند تړون ترسره شوى ؤ ، خو دواړه خواوې وخت په وخت په يو بل ددغه اوربند دخلاف ورزۍ تورونه لگوي.

پاکستان دنهې په ورځ دملگرو ملتونو عسکري مبصرې ډلې ته هم احتجاج کړى ؤ.

XS
SM
MD
LG