لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دډرون تازه حمله کې څلور کسان وژل شوي


 دسرچينو ترمخه امريکائي ډرون الوتکې دشمالي وزيرستان ددته خيل په لومان سيمه کې په يو گاډي دوه ميزائيلونه وداغل چې پکې څلور کسان ووژل شول اؤ يو ژوبل شو.
دسرچينو ترمخه امريکائي ډرون الوتکې دشمالي وزيرستان ددته خيل په لومان سيمه کې په يو گاډي دوه ميزائيلونه وداغل چې پکې څلور کسان ووژل شول اؤ يو ژوبل شو.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په دته خيل علاقه کې دزيارت په ورځ دامريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون په يوه حمله کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي اؤ يو ژوبل شوى دى.

دسرچينو ترمخه امريکائي ډرون الوتکې دشمالي وزيرستان ددته خيل په لومان سيمه کې په يو گاډي دوه ميزائيلونه وداغل چې پکې څلور کسان ووژل شول اؤ يو ژوبل شو.

په تيرو پينځوؤ ورځو کې دپاکستان په قبائيلي سيمه کې ترسره شوى دغه پينځمه دډرون حمله وه.

له دې وړاندې په ٧م اکتوبر دشوال په کنډغر علاقه کې په يوه ودانۍ دوه ميزائيلونه داغل شوي وؤ چې پکې ٧ کسان وژل شوي وؤ، هم په دغه علاقه کې غرمه مهال ترسره شوې دوهمه حمله کې ٨ کسان وژل شوي وؤ.

په ٦م اکتوبر دشوال په منگرونى سيمه کې په يو گاډي اؤ کور شوې دډرون حمله کې پينځه کسان وژل شوي وؤ.

همدغه شان په ٥م اکتوبر هم په شوال سيمه کې دډرون په يوه بله ميزائيلي حمله کې پينځه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

پاکستان پخپله خاوره دډرون حملو غندنه کوي اؤ دريځ لري چې دغه حملې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دگټې په ځايې تاوانونه راولاړوي ، خو امريکائي چارواکي وائي چې دډرون حملې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي.

شمالي وزيرستان کې دډرون دغه اوسنۍ حملې په داسې حال کې ترسره شوي چې سيمه کې سږکال دجون دمياشتې نه دتندلارو په ضد دپاکستان پوځ هم په عملياتو بوخت دى اؤ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې د يوولسو سوؤ نه زيات جنگيالي وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG