لاس رسیدونکی لینک

مهمند ايجنسي : بم چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي


دپوليټيکل انتظاميې ترمخه دغه چاؤدنه دصافي تحصيل په الينگار علاقه کې دپوليو ديو کارکوونکي دکور نه بهر شوې ده اؤ چاؤدنه کې ژوبل تن هسپتال ته رسول شوى دى.

سرچينې وائي دخالي په سحر قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې ديوې بم چاؤدنې له امله لږ ترلږه دوه کسان وژل شوي اؤ يو ژوبل شوى دى.

دپوليټيکل انتظاميې ترمخه دغه چاؤدنه دصافي تحصيل په الينگار علاقه کې دپوليو ديو کارکوونکي دکور نه بهر شوې ده اؤ چاؤدنه کې ژوبل تن هسپتال ته رسول شوى دى.

ناتائيده راپورونه وائي پيښه کې وژل شوي دواړه کسان دپوليو کارکوونکي وؤ خو ددې پخلى نۀ دى شوى.

دچاؤدنې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې مليشه ځواکونه رسيدلي اؤ سيمه کې يې دلټونې عمليات پيل کړي دي.

دافغانستان اؤ نائجيريا نه پس پاکستان دنړۍ دريم هاغه ملک دى چرته چې دپوليو په وائرسو تر دې مهاله قابو نۀ ده موندل شوې ، خو دپاکستان په پرتله افغانستان اؤ نائجريا کې سږکال دپوليو نه داغيزمنو شوؤ ماشومانو شمير ډير کم دى.

دسږکال په پيل کې دروغتيا نړيوالې ادارې(ډبليو ايچ او) دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور ټوله نړۍ کې دپوليو دوائرسو تر ټولو لويې مرکز گرځولى ؤ.

پاکستان کې دتيرو دوؤ کلونو راهسې دپوليو دمخنيوي په ډلو دتندلارو له لوري دحملو په وجه دپوليو دخاتمې کوششونو ته سخت نقصان رسيدلى اؤ دغه حملې ددې په مخنيوي کې لويې خنډ دى.

د٢٠١٢م نه تر دې مهاله پاکستان کې دپوليو دمخنيوي په ډلو اؤ دهغوي په حفاظت په مامورو پوليسو شوؤ حملو کې ٦٠ کسان وژل شوي چې پکې زياتره دصحت زنانه کارکوونکې دي.

XS
SM
MD
LG