لاس رسیدونکی لینک

”اؤ جنرال کياني د اساما د وژنې په خبره اوريدو حريان دريان شو“


دکميټۍ مشر ايډمرل مائيک مولن دپاکستان د هاغه وخت د پوځ سرلښکر جنرال کياني دنړۍ د ټولو نه دخطرناک دغه ترهه ګر خلاف دشوؤ عملياتو اؤ دهغه دوژنې نه خبر کړى ؤ

په دوهمه مئ ٢٠١١ کې د پاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په ايبټ اباد سيمه کې د القاعده مشر اسامه بن لادن د امريکايي ځواکونو لخوا د شپې په عملياتو کې ووژل شو خو د هغه د وژنې اؤ ددغو عملياتو دمينځ کيسې نه نن هم د نړۍ گڼ خلک ځان خبرؤل غواړي .

ليون پنيټا چې ددغو عملياتو په مهال يې د امريکا د سي ايي اى د مشر دنده په غاړه لرله اؤ وروستو بيا دامريکا ددفاع وزير شو درې کاله وروستو پخپل ليکلي يو کتاب Worthy fights يا دستائنې وړ جگړې کې چې نن دنهې په ورځ مارکيټ ته راغلى ددغو عملياتو په هکله د ځينو منځنو خبرو نه پرده پورته کړې ده .

په دغه کتاب کې ليون پنيټاوايي کله چې اسامه بن لادن د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو نو دهغه مړى په يو بکسه کې کيښودى شو اؤ په دغه بکسه پسې درې سوه پونډه و زني زنځير وتړل شو.

ليون پنيټا زياتوي د اسامه اوما بن لادن جنازه د اسلامي رواياتو په اساس په عربۍ ژبه کې ترسره شوې وه اؤ بيا چې کله دهغه مړى سمندر ته غورځول کيدو نو په کومه تخته يا ميز چې د اسامه د مړي بکسه ايښودل شوې وه هغه د يو مشين لارې پورته کړى شوه ترڅو سمندر ته وغورځول شي خو دغه بکسه دومره وزني وه چې هغه ميز هم ورسره سمندر ته ورپريوتو.

ښاغلى پينټا زياتوي وروستو د اسامه د مړي بکسه د اوبو تل کې پاتې شوه خو دغه ميز د اوبو سر ته راوختلو.

ليون پينټا کتاب کې ليکي چې دهاغه وخت دامريکا دګډو ځواکونو دکميټۍ مشر ايډمرل مائيک مولن دپاکستان د هاغه وخت د پوځ سرلښکر جنرال کياني دنړۍ د ټولو نه دخطرناک دغه ترهه ګر خلاف دشوؤ عملياتو اؤ دهغه دوژنې نه خبر کړى ؤ

دپنيټا په وينا کله چې مائيک مولن جنرال کياني ته وويل مونږ داسامه بن لادن خلاف يوه خفيه کارروائي ترسره کړې“

جنرال کياني: داخو ډيره ښه ده چې تاسو هغه نيولى دى

مائيک مولن: نا هغه وژل شوى دى

پنيټا ليکي داسې بريښيده چې ددغه ځواب په اوريدو کياني حيران شو.

دليون پنيټا ترمخه دکورنى ردعمل نه دځان ژغورنې دپاره دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل کياني امريکې نه غوښتنه کړې وه چې په خفيه کارروايۍ کې دوژل شوي القاعده دمشر بن لادن دمرګ په اړه نړۍ خبر کړي.

دهغه ترمخه اوباما غوښتل چې دډي اين اى رپورټ ته انتظار وکړي خو دکياني په اصرار هغه پخپله داسامه د وژنې داعلان کولو فيصله وکړه.

د٤٩٨ پاڼو ددغه کتاب چې بيعه يې شپږ ديرش ډالره ده دخپريدو نه وړاندې دامريکا خارجه محکمې اؤ مرستيال امريکائي صدر جوبائيډن په دغه کتاب نيوکې کړي خو پنيټا وائي هغه په دې ژمن دى چې يو داسې کتاب وليکي چې” ريښتونى “ وي.

دامريکا دسي ايي اى پخوانى مشرليکي د کياني اؤ مائيک مولن د خبرو څخه وروستو ډير زر دامريکې دقومي سلامتۍ دډلې هر تن” سيچوئشن روم“ ته راټول شو اؤ صدر اوباما دپرمخ تللو اؤ وروستو په شپه کې دخپلو وطنوالو اؤ دنيا سره ددغه خبر دشريکولو فيصله وکړه.

د پنيټا په وينا په ټي وي دخطاب نه وړاندې هغه(صدراوباما) دهاغه وخت دپاکستان صدر اصف علي زرداري سره اؤ د افغانستان صدر حامد کرزي سره په ټيليفون خبرې وکړې.

”همدغه شان ما يو کال دهاغه وخت دائي ايس ائي مشر جنرل احمد شجاع پاشا ته وکړو، هغه ايله دکارروايۍ په اړه اوريدلي وؤ“

پنيټا ليکي ما هغه ( جنرل پاشا) ته وويل چې مونږ دهغه اؤ دهغه دايجنسۍ(ايي ايس ايي ) دخپل پلان نه دبهر ساتلو فيصله کړې اؤ هيله کوؤ چې دې سره به په هغوي دمرستې کولو دردعمل بوج کم شي.

دسي ائي اى پخوانى مشر وائي هغه جواب راکړو چې دوئيلو ډير څه نشته،خوشحاله يم چې تاسو بن لادن وموندو.

اسامه بن لادن په کال ٢٠١١ کې په دوهمه مئ د خيبرپښتونخوا په ايبټ اباد سيمه کې دپاکستان د پوځي اکيډمۍ کاکول سره نزدې په يو کور کې د شپې په مهال دامريکايي ځواکونو په ځانگړو عملياتو کې وژل شوى ؤ چې ددغو عملياتو څخه د پاکستان پوځ اؤ حکومت هم ناخبره ساتل شوى ؤ.

په ايبټ اباد سيمه کې اسامه بن لادن د خپلو ښځو اؤ اولادونو سره يو ځايې په يو کمپاونډ کې ژوند کولو اؤ امريکايي سي ايي اى د هغه په موندلو کې بيلابيلې استخباراتي لارې کارولې وې.

XS
SM
MD
LG