لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : دډرون دوهمه حمله کې ٨ کسان وژل شوي


دسرچينو وينا ده چې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون څخه دغه دوهمه حمله دشمالي وزيرستان دشوال په منگورتي سيمه کې دطالبانو ديو کمانډر په کور کړې ده.

راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دډرون څخه پرله پسې دوهمه حمله کې ٨ کسان وژل شوي اؤ ٦ نور ژوبل شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون څخه دغه دوهمه حمله دشمالي وزيرستان دشوال په منگورتي سيمه کې دطالبانو ديو کمانډر په کور کړې ده.

سرچينې وائي په کوم کور چې دډرون دغه حمله شوې هغه دطالبانو دمقامي کمانډر حبيب الله کور دى اؤ په دغه کور ډرون دوه ميزائيلونه داغلي دي.

ډرون الوتکو سيمو کې تر ډيره وخته الوت هم کړي چې ورسره مقامي خلکو کې ويره ترهه خوره شوې ده.

تيره ورځ هم دشمالي وزيرستان دشوال په کنډغر علاقه کې دډرون په يو بريد کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي وؤ.

دډرون په دغه حمله کې ازبک جنگيالي په نخښه کړل شوي وؤ اؤ ديو ازبک کمانډر دوژل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي وؤ.

پاکستان پخپله خاوره دډرون حملو غندنه کوي اؤ دريځ لري چې دغه حملې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دگټې په ځايې تاوانونه راولاړوي ، خو امريکائي چارواکي وائي چې دډرون حملې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي.

شمالي وزيرستان کې دډرون دغه اوسنۍ حملې په داسې حال کې ترسره شوي چې سيمه کې سږکال دجون دمياشتې نه دتندلارو په ضد دپاکستان پوځ هم په عملياتو بوخت دى اؤ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې د يوولسو سوؤ نه زيات جنگيالي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG