لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام : کوباني ته ددولت اسلاميه دجنگيالو ننوتلو نه پس جگړه روانه ده


 ددولت اسلاميه جنگيالو ددغه علاقې په دريوؤ سيمو قبضه کړې اؤ دعلاقې په ختيزه برخه کې يې په لوړو مقامونو اؤ ودانو خپل تور بيرغونه پورته کړي دي.
ددولت اسلاميه جنگيالو ددغه علاقې په دريوؤ سيمو قبضه کړې اؤ دعلاقې په ختيزه برخه کې يې په لوړو مقامونو اؤ ودانو خپل تور بيرغونه پورته کړي دي.

دتندروه ډلې دولت اسلاميه جنگيالي شام کې دترکي دپولې سره نزدې اهمه علاقې کوباني ته دننوتلو اؤ په دريوؤ سيمو دقبضې کولو نه پس دښار په کوڅو کې دکردي دفاع کوونکو اؤ تندلارو ترمينځ سخته جگړه روانه ده.

ددولت اسلاميه جنگيالو ددغه علاقې په دريوؤ سيمو قبضه کړې اؤ دعلاقې په ختيزه برخه کې يې په لوړو مقامونو اؤ ودانو خپل تور بيرغونه پورته کړي دي.

دامريکا په مشرۍ دائتلافي هيوادونو جنگي الوتکو دنهې په ورځ ددولت اسلاميه په تندلارو فضائي حملې هم کړي دي.

کوباني علاقه دتيرو دريوؤ اوونو راهسې دتندلارو په گيره کې وه اؤ هغوي په دغه سيمه کې پرله پسې پرمختگ کولو.

کوباني کې دروانې جگړې له امله په زرگونو خلک دځان بچ کولو لپاره ترکي ته تښتيدلي دي.

په برطانيه کې قائمه دبشري حقونو دتحفظ شامي ډلې ترمخه ددولت اسلاميه دجنگيالو لخوا دسيمې په جنوب لويديزه برخه کې دگڼو ودانو دقبضه کولو نه پس تيره شپه نښتو کې تُندي راغلې ده.

يو کردي دفاعي مشر دگل په ورځ ژمنه کړې وه چې هغوي به تر اخره مزاحمت ښائي اؤ زياته کړې يې ده که چرې تندلاري په علاقې قبضه وکړي نو دا به ددواړو خواؤ لپاره يوه هديره جوړه شي.

دملگرو ملتونو دسيکټري جنرل بانکي مون يو وياند وائي چې بانکي مون په صورتحال فکرمند دى اؤ سيمه کې يې داولسي وگړو دتحفظ غږ کړى دى.

جگړه کې دتُندۍ راتللو نه پس سيمه کې دموجودو اولسي وگړو په حفاظت دراويستو لپاره کوششونه روان دي ځکه چې په کوباني ددولت اسلاميه دجنگيالو له لوري دممکنه قبضې نه پس په لويه پيمانه دخلکو دوژلو انديښنه ده.

تر دې مهاله علاقې نه يو لکه اؤ شپيتۀ زرو خلکو کډې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG