لاس رسیدونکی لینک

پاکستان : پوليو نه داغيزمنو شوؤ ماشومانو شمير کې ريکارډ اضافه


دصحت قومي ادارې” نيشنل انټسټي ټيوټ اف هيلتهـ“ چې دخالي په ورځ کومو نورو اتوؤ ماشومانو کې دپوليو دوائرسو دموجودگۍ پخلى کړى دهغوي تعلق خيبرپښتونخوا صوبې، کوئټې اؤ کراچۍ ښارونو سره دى.

پاکستان کې سږکال دپوليو نه داغيزمنو شوؤ ماشومانو شمير ٢٠٢ؤ ته رسيدلى کوم چې دتيرو ١٤ؤ کلونو په مهال ملک کې ددغو وائرسو نه دکوم يو کال په مهال داغيزمنو شوؤ ماشومانو تر ټولو لويه شميره ده.

دصحت قومي ادارې” نيشنل انټسټي ټيوټ اف هيلتهـ“ چې دخالي په ورځ کومو نورو اتوؤ ماشومانو کې دپوليو دوائرسو دموجودگۍ پخلى کړى دهغوي تعلق خيبرپښتونخوا صوبې، کوئټې اؤ کراچۍ ښارونو سره دى.

له دې وړاندې ٢٠٠١ء کې پاکستان کې دپوليو نه ١٩٩ ماشومان اغيزمن شوي وؤ.

اوس اوس وائس اف امريکا سره يوه مرکه کې دروغتيا دنړيوالې ادارې(ډبليو ايچ او) دپاکستان مشر ډاکټر مشيل تهائرين وئيلي وؤ چې دنړۍ دکوم بل ملک په پرتله پاکستان کې سږکال دپوليو دوائرسو رپورټ شوي کيسونه ١٤ چنده سيوا دي.

هغه داهم وئيلي وؤ چې دانساني بدن دمعذوره کوونکې دغه ناروغۍ مخنيوي لپاره که چرې په فوري توگه گامونه وانۀ خستى شول نو صورتحال نور هم کړکيچن کيدى شي.

دافغانستان اؤ نائجيريا نه پس پاکستان دنړۍ دريم هاغه ملک دى چرته چې دپوليو په وائرسو تر دې مهاله قابو نۀ ده موندل شوې ، خو دپاکستان په پرتله افغانستان اؤ نائجريا کې سږکال دپوليو نه داغيزمنو شوؤ ماشومانو شمير ډير کم دى.

دروغتيا دنړيوالې ادارې عهديدار ډاکټر زبير مفتي وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي پاکستان کې دپوليو دوائرسو نه داغيزمنو شوؤ ماشومانو شميره کې اضافه دانديښنې وړ ده.

پاکستان کې دروغتيا دمحکمې چارواکي وائي چې ددغو وائرسو مخنيوي لپاره به ټولو ته په شريکه کار کول وي.

دسږکال په پيل کې دروغتيا نړيوالې ادارې(ډبليو ايچ او) دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور ټوله نړۍ کې دپوليو دوائرسو تر ټولو لويې مرکز گرځولى ؤ.

پاکستان کې دتيرو دوؤ کلونو راهسې دپوليو دمخنيوي په ډلو دتندلارو له لوري دحملو په وجه دپوليو دخاتمې کوششونو ته سخت نقصان رسيدلى اؤ دغه حملې ددې په مخنيوي کې لويې خنډ دى.

د٢٠١٢م نه تر دې مهاله پاکستان کې دپوليو دمخنيوي په ډلو اؤ دهغوي په حفاظت په مامورو پوليسو شوؤ حملو کې ٦٠ کسان وژل شوي چې پکې زياتره دصحت زنانه کارکوونکې دي.

XS
SM
MD
LG