لاس رسیدونکی لینک

د نړۍ يو شمير ملکونو کې مسلمانان غټ اختر نمانځي


د خالي په ورځ هم دخيبرپښتونخوا صوبې اؤ قبائيلي سيمو دننه گڼ شمير افغان وگړو د لويې اختر ورځ نمانځلې

د افغانستان ، سعودي عرب اؤ يو شمير نورو خيلجي هيوادونو په گډون نن د نړۍ په يو شمير هيوادونو کې مسلمانان د لويې اختر لمړۍ ورځ نمانځي اؤ ددغه ورځې په مناسبت د سنت ابراهيمي تازه کولو په خاطر د څاروؤ قرباني ورکوي.

دنور کله پشان دا ځل هم په پاکستان کې د لويې اختر په بيلابيلو ورځو ويشل شوى اؤ ټاکل شوې ده دپاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې په زياتره سيمو کې سبا د اتوار په ورځ لويې اختر نمانځل کيږي خو دپاکستان د مياشت ليدنې کميټې په رسمي ډول اعلان کړى چې لويې اختر به د گل په ورځ وي اؤ ددغه اعلان په اساس به د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد، پنجاب، سندهـ اؤ بلوچستان صوبو کې زياتره خلک د حکومت سره يو ځايې د گل په ورځ لويې اختر کوي .

د خالي په ورځ هم دخيبرپښتونخوا صوبې اؤ قبائيلي سيمو دننه گڼ شمير افغان وگړو د لويې اختر ورځ نمانځلې اؤ د اختر د نمونځ اداکولو څخه وروستو يې د څاروؤ قربانۍ کړي دي.

په پاکستان کې سږ کال دا غټ اختر په داسې حال کې نمانځل کې چې د افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو له امله خواوشا يوولس لکه قبائيلي پښتانۀ بې کوره شوي اؤ دغه قبائيل دخيبرپښتونخوا په بنو اؤ نورو سيمو کې د کډوالو د کيمپونو دننه يا د خپلو خپلوانو کره د بې وزلۍ اؤ ناچارۍ څخه ډک اختر تيروي

XS
SM
MD
LG