لاس رسیدونکی لینک

افغانستان کې امن لپاره پاکستان اهم کردار ادا کولى شي،افغان سفير


وائس اف امريکا سره يوه ځانگړې مرکه کې افغان سفير هيله څرگنده کړه چې کابل کې دنوي حکومت اقتدار ته درسيدو نه پس به ددواړو ملکونو ترمينځ اړيکو کې ديو نوي باب پيل وشي.

پاکستان کې دافغانستان سفير جانان موسي زئي وئيلي دي افغانستان کې امن لپاره اسلام اباد اهم کردار ادا کولى شي.

وائس اف امريکا سره يوه ځانگړې مرکه کې افغان سفير هيله څرگنده کړه چې کابل کې دنوي حکومت اقتدار ته درسيدو نه پس به ددواړو ملکونو ترمينځ اړيکو کې ديو نوي باب پيل وشي.

افغانستان کې دجوړجاړي لپاره دپاکستان له لوري دمستې دوړانديز په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې افغان سفير وويل نوى افغان حکومت به ملک کې دامن وامان لپاره هره هڅه کوي.

"افغانستان کې دامن هڅو کې پاکستان مهم کردار ادا کولى شي، مونږ دپاکستان له لوري دامن هڅو لپاره ه دهرې ممکنې مرستې واضحه وړانديز ستائيو"

هغه وويل افغانستان پاکستان سره خپلو اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي اؤ هغه دغه تماسونه په ځانگړو اړيکو کې بدليدل غواړي.

جانان موسي زئي وويل افغان حکومت پاکستان سره داسې اړيکې غواړي چې پکې بې باوري اؤ دمرستې کمى په باور اؤ مرسته کې بدل کړل شي، هغه هيله څرگنده کړه چې نوي افغان صدر اشرف غني به ډير زر دپاکستان دوره وکړي.

اوس اوس دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ دلاسليک شوي امنيتي تړون په اړه جانان موسي زئي وويل دې سره به دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ شراکت داري نوره هم مضبوطه شي اؤ ددغه شراکت دارۍ سره به افغان حکومت ته دسلامتۍ چيلنجونو اؤ ترهه گرۍ ته په ماتې ورکولو کې مرسته ترلاسه شي.

روانه اوونۍ کې افغانستان کې نوى حکومت جوړ شوى اؤ داقتدار دشراکت ديو تړون لاندې اشرف غني دافغانستان صدر اؤ عبدالله عبدالله دچيف ايگزيکټيو ذمه وارۍ سمبال کړي.

صدر اشرف غني پخپله لمړۍ وينا کې طالبانو، حزب اسلامي اؤ نورو ډلو نه غوښتنه کړې چې دامن مذاکراتو برخه دې جوړه شي..

جانان موسي زئي وويل افغان حکومت ترهه گري ختمول غواړي ،ترڅو داولس پرمختيا ته پام وگرځول شي.

هغه وويل " افغانستان دپاکستان ملگرى دى، وي به اؤ په راتلونکي کې به دپاکستان اؤ افغانستان اړيکې ښې کيږي"

دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکو کې په تيرو وختونو کې لوړې ژورې ليدل شوي خو افغانستان کې دنوي قيادت راتللو سره دکابل اؤ اسلام ترمينځ دوه اړخيزه اړيکو کې دښه والي هيله کيږي.

پاکستاني وزيراعظم نواز شريف نوي افغان قيادت سره په ټيليفون رابطه کړې اؤ ورته يې اسلام اباد ته دورتللو بلنه ورکړې اؤ صدر اشرف غني دلوړې دستوره کې دپاکستان صدر ممنون حسين هم گډون کړى ؤ.

XS
SM
MD
LG