لاس رسیدونکی لینک

کوهاټ : بم چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شوي،٩ ژوبل


سرچينې وائي دکوهاټ په پيښور چوک نومې سيمه کې دسړک دغاړې دغه بم چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې نه دمسافرو گاډي تيريدل.

دخيبرپښتونخوا صوبې په کوهاټ ضلع کې دسړک په غاړه دښخ کړل شوي بم چاؤدنې په نتيجه کې شپږ کسان وژل شوي اؤ ٩ نور ژوبل شوي دي.

سرچينې وائي دکوهاټ په پيښور چوک نومې سيمه کې دسړک دغاړې دغه بم چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې نه دمسافرو گاډي تيريدل.

چاؤدنه کې مړۀ اؤ ژوبل زياتره مسافر ښودل کيږي چې دعلاج لپاره دکوهاټ هسپتال ته رسول شوي اؤ دغلته دگڼو کسانو حالت سخت ښودل شوى.

دغه سيمه کې په تيرو وختونو کې هم دغه شان پيښې رامينځته شوي،سږکال دفروۍ مياشت کې هم په دغه مقام يوه بم چاؤدنه کې ١٢ کسان وژل شوي وؤ.

دکوهاټ دپوليسو ضلعي افسر سليم مروت وائس اف امريکا ته ددغه پيښې په اړه وئيلي چې " دا مرکزي سړک دى،دلته گاډي دلږ ساعت لپاره اودريږي،هرځايې کې پوليس اودريدل گران دي، دا په شاپر کې ايښودل شوي مواد وؤ،که چرې خلک اؤ ډرائيوران ددغه شان شکمنو څيزونو په ليدو اطلاع کوي نوددغه شان پيښو مخه نيول کيدى شي"

هغه وويل پوليس بيدار دي خو ددې لپاره به هغوي ته داولس دکوټلې مرستې ضرورت دى.

دهغه وينا وه چې چاؤدنه کوهاټ ښار کې دبسونو په يو وړوکي سټاپ کې شوې چې له امله يې لږ ترلږه دوه گاډي تباه شوي.

تيره ورځ دپيښور په بازيدخيل علاقه کې هم دمسافرو په يو گاډي کې دبم چاؤدنې له امله ٧ کسان وژل شوي وؤ.

خيبرپښتونخوا کې دتيرو څو اوونو راهسې بم چاؤدنو کې يوځل بيا اضافه ليدل شوې اؤ چارواکي د دترهه گرۍ دغه پيښې شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو ردعمل ښائي.

بل لوري ته دبلوچستان په سرښار کوئټه کې هم ديوې بم چاؤدنې له امله ٧ کسان ژوبل شوي دي.

کوئټه کې دغه چاؤدنه په اسپني روډ شوې ده، سرچينې وائي بم دسړک په غاړه ولاړ يو گاډي کې موجود دميوې کريټ کې ايښودل شوى ؤ.

دپوليسو ترمخه ترهه گرو دپښتون اباد پوليسو دتاڼې ډپټي سپرنټډنټ پوليس نعيم اچکزئ گاډى په نخښه کول غوښتل خو هغه ددغه چاؤدنې نه بچ وتلى دى.

نعيم اچکزئ وئيلي دي کله چې دهغه گاډى دکوئټې اسپني روډ ته ورسيدو نو دغلته دمخکې نه ولاړ يو گاډي کې ريموټ کنټرول بم چاؤدنه وشوه، چې له امله يې دهغه گاډي ته معمولي نقصان ورسيدو خو پخپله هغه ددغه چاؤدنه نه بچ وتلى.

بلوچستان کې له دې وړاندې هم په پوليسو اؤ پوځيانو حملې شوي دي.

XS
SM
MD
LG