لاس رسیدونکی لینک

ځينې عناصر ملک کې دبدامنۍ پيدا کولو کوشش کوي،نوازشريف


وزيراعظم په دغه موقع افسوس څرگند کړو چې ځينې عناصر داسلام اؤ پاکستان دنوم استعمالولو سره ملک کې دبدامنۍ پيدا کولو کوشش کوي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي ځينې عناصر داسلام اؤ پاکستان دنوم استعمالولو سره ملک کې دبدامنۍ پيدا کولو کوشش کوي.

دجمعې په ورځ دملک نوموړو ديني عالمانو اؤ دانشورانو سره ليدنه کې پاکستاني وزيراعظم په هغوي زور راوړى چې ملک نه دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب خاتمې اؤ دزغم اؤ مذهبونو ترمينځ دهم اهنگۍ پيدا کولو لپاره دې کردار ادا کړي.

ددغه ليدنې نه پس جاري شوي يو سرکاري بيان ترمخه وزيراعظم وويل چې حکومت خلکو ته دټولنيز اؤ اقتصادي انصاف ورکولو په ژمنه قائم دى اؤ دکابينې يوه کميټي يې جوړه کړې کومه چې به داصلاحاتو لړ کې سفارشونه وړاندې کوي.

وزيراعظم په دغه موقع افسوس څرگند کړو چې ځينې عناصر داسلام اؤ پاکستان دنوم استعمالولو سره ملک کې دبدامنۍ پيدا کولو کوشش کوي.

که هر څو سرکاري بيان کې ددغه څرگندونو نور وضاحت نۀ دى شوى خو دوزيراعظم اشاره په ظاهري توگه دحکومت مخالفه گوندونو تحريک انصاف اؤ عوامي تحريک لوري ته وه.

دغه دواړه گوندونه دحکومت په ضد دتيرو تقريباً دوؤ مياشتو راهسې دحکومت خلاف په احتجاج بوخت دي اؤ وزيراعظم نواز شريف نه دمستعفي کيدو غوښتنه کوي.

دتحريک انصاف مشر عمران خان تور لگوي چې مسلم ليگ(ن) دتيرکال انتخابات دهاغه وخت دچيف جسټس افتخار چوهدري اؤ اليکشن کميشن سره په شريکه په دهاندلۍ کولو سره گټلي ځکه نوازشريف ته دانتخاباتو دازادانه تحقيقاتو لپاره استعفا ورکول پکار دي،خو نوازشريف داستعفا ورکولو نه انکار کوي.

دغه گوند ټول ملک کې احتجاجي جلسې هم شروع کړي چې پکې په حکومت سختې نيوکې کوي.

دطاهرالقادري په مشرۍ پاکستان عوامي تحريک هم دخپلو گڼو پلويانو سره اسلام اباد کې دحکومت خلاف په احتجاج بوخت دى.

ددغو گوندونو له لوري داوږد احتجاج له امله پاکستان کې سياسي کړکيچ ورځ په ورځ نور هم ژور کيږي ځکه چې دمذاکراتو په ذريعه دحکومت اؤ دغو گوندونو ترمينځ دمعاملو هوارولو گڼ کوششونه ناکام شوي.

وزيراعظم نواز شريف اؤ نور حکومتي چارواکي په احتجاج دبوختو گوندونو تورونه بې اساسه گرځوي اؤ دريځ لري چې ددغو احتجاجونو په وجه ملک ته داربونو روپو نقصان رسيدلى.

په عين حال کې دسياسي کړکيچ هوارولو لپاره هڅې اوس هم روانې اؤ دجمعې په ورځ دپاکستان پخوانى صدر اصف علي زرداري دکراچۍ نه لاهور ته رسيدلى اؤ دغلته يې منصوره کې دجماعت اسلامي مشر سراج الحق سره ليدنه کړې ده.

له دې وړاندې هم داگست مياشت کې اصف زرداري دجماعت اسلامي امير سره ليدنه کړې، دجمعې په ورځ دغه ليدنه کې پخوانى وزيراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ دپيپلز پارټۍ نور مشران هم شريک وؤ.

XS
SM
MD
LG