لاس رسیدونکی لینک

اسلامي نړۍ کې چليدونکي ځينې تحريکونه انسانيت دښمنه دي،دحج خطبه


په نمره جومات کې دحج دخطبې په مهال مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز بن عبدالله په مسلمانانو دبې گناه خلکو دوژلو نه دډډې کولو غږ وکړو.

دسعودي عرب مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز بن عبدالله مسلمانانو ته دخپل مينځي تاؤتريخوالي اؤډله بندو نه دبچ کيدو مشوره ورکړې اؤ وئيلي يې دي چې اسلامي نړۍ کې چليدونکي ځينې تحريکونه دانسانيت خلاف دي.

دحج په خطبه کې دغه احکامات په داسې حال کې جاري شوي چې عراق اؤ شام کې دتندروه ډلې "دولت اسلاميه " جنگيالي ددغو ملکونو په مختلفو برخو قبضې کوي، بې گناه خلک وژني اؤ ددغه ډلې په ضد دامريکا په مشرۍ نړيوال ائتلاف فضائي بريدونه ترسره کوي.

دټولې دنيا نه ورغلو دشلو لکو نه زياتو مسلمانانو ميدان عرفات کې دحج ستر رکن يعنې وقوف ادا کړو.

په نمره جومات کې دحج دخطبې په مهال مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز بن عبدالله په مسلمانانو دبې گناه خلکو دوژلو نه دډډې کولو غږ وکړو.

دمفتي اعظم شيخ عبدالعزيز بن عبدالله پرله پسې دغه ٣٤مه دحج خطبه وه چې پکې هغه مسلمانانو ته دخپل مينځي اختلافاتو، تاؤتريخوالي اؤ ډله بندو نه دبچ کيدو اؤ دخپلو حکمرانانو دحکم منلو وينا وکړه.

مفتي اعظم وويل چې حکمرانانو نه به دهغوي تر واکمنۍ لاندې داولس، مالکانو نه به دهغوي دملازمانو اؤ دکور دمشر نه دهغه دکورنۍ دنورو غړو په اړه پوښتنه کولى شي.

هغه وويل چې ډله بندۍ ملک تباه کوي اؤ اسلام ته نقصان رسوي.

مفتي اعظم په دغه موقع مسلمان واکمانانو ته داسلام دسرلوړۍ دکوشش کولو وينا وکړه اؤ وې وئيل چې بې گناه خلک په ناحقه وژل دټول انسانيت قتل دى.

هغه وويل چې داسلام تعليمات دفطرت بيخي مطابق دي.

مفتي اعظم وويل په ټوله دنيا کې دمسلمانانو دخورولو سازشونه روان دي اؤ په اسلامي نړۍ کې چليدونکي ځينې تحريکونه دانسانيت دښمن دي، هغه وويل چې داعش خوارج اؤ دانسانيت دښمنان دي.

مفتي اعظم وويل دمسلمانانو لپاره دا مناسبه نۀ ده چې په کومه فتنه کې پريوځي اؤ فساد جوړ کړي.

هغه وويل اسلام کې ديو انسان قتلول ترټولو لويه فتنه ده اؤ دا حرام گرځول شوي دي.

هغه وويل مسلمان حکمرانان دې خپلې ذمه وارې ادا کړي اؤ دا دې نۀ هيروي چې دالله په وړاندې به ځواب ورکوي.

هغه مسلمانانو ته ديو والي اؤ ورورولۍ مشوره ورکړه اؤ وې وئيل موجوده دور کې په معاشره کې داصلاح راوستو لپاره دميډيا کردار اهم دى.

هغه وويل چاچې دچا عزتونه،مال اؤ په ناحقه يې قتل وکړو دهغه داسلام سره هيڅ تعلق نشته.

دهغه وينا وه چې اسلام تر قيامته دلارې مشال دى اؤ زياته يې کړه چې دغه دين دانسان دټولنيز،روحاني اؤ اخلاقي تربيت درس ورکوي.

XS
SM
MD
LG