لاس رسیدونکی لینک

پاکستان : دتشدد مختلفو پيښو کې ١٠ کسان وژل شوي


دسرچينو وينا ده دبنو په جاني خيل اؤ سردي خيل سيمو کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې څلور تندلاري وژل شوي اؤ ديو مهم کمانډر په گډون څلور کسان نيول شوي دي.

راپورونه وائي دخيبرپښتونخوا صوبې اؤ قبائيلي سيمو خيبر اؤ مهمندو ايجنسۍ کې رامينځته شوؤ مختلفو پيښو کې ١٠ کسان وژل شوي دي.

دسرچينو وينا ده دبنو په جاني خيل اؤ سردي خيل سيمو کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې څلور تندلاري وژل شوي اؤ ديو مهم کمانډر په گډون څلور کسان نيول شوي دي.

سرچينې وائي امنيتي ځواکونو دبنو په جانيل خيل اؤ سردي خيل سيمه کې دتندلارو دپټيدو ترلاسه کولو په اطلاع سيمه کې دلټونې عمليات شروع کړل چې په دغه مهال دتندلارو سره مخ شول اؤ ددواړو خواؤ ترمينځ نښته کې څلور جنگيالي ووژل شول.

سرچينې وائي په دغه کارروايۍ کې ديو مهم تندروه کمانډر په گډون څلور کسان نيول شوي هم دي چې دپلټنو لپاره نامعلوم ځايې ته بوتلل شوي.

سيمه کې کرفيو پځايې کړل شوې اؤ امنيتي ځواکونه دشکمنو کسانو لټه کوي، سرچينې وائي په دغه مهال دتندلارو دقبضې نه په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړل شوې ده.

بنو کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې دغه څلور تندلاري په داسې حال کې وژل شوي چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې هم دپاکستان پوځ دتندلارو په ضد سږکال دجون دمياشتې نه عمليات پيل کړي چې پکې يې دزرو نه دزياتو تندلارو دوژلو دعوه کړې ده.

همدغه شان دپيښور په وزيرباغ علاقه کې په موټر سائيکل سورو وسله والو په ډزو سره دپوليسو يو افسر( اسسټنټ سب انسپکټر) وژلى.

دپوليسو ترمخه وزيرباغ علاقه کې اى ايس ائي اصف محمود خپل ماشومان سکول ته درسولو نه پس بيرته راروان وؤ چې په لاره کې پرې په موټر سائيکل سورو دوؤ وسله والو ناتاره ډزې وکړې اؤ اصف محمود يې ووژلو.

بلخوا راپورونه وائي قبائيلي سيمو خيبراؤ مهمند ايجنسۍ کې دپينځوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.

دسرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ دجمرود تحصيل دغونډۍ سيمې نه ددوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي اؤ دتيراه په سيخ کوټ علاقه کې هم ددوؤ کسانو مړي موندل شوي دي،همدغه شان دمهمند ايجنسۍ دحليمزئي تحصيل چندا نومې علاقې نه ديو تن مړى تراسه شوى دى.

سرچينې وائي چې دجمرود تحصيل غونډۍ سيمه کې موندل شوي ددوؤ کسانو مړي په جمرود کې يو روغتون ته دپيژندگلو لپاره ليږل شوي دي.

همدغه شان دتيراه په سيخ کوټ علاقه کې دموندل شوؤ مړو په بدنونو دگولو نخښې ليدل شوي ، خو دوژل شوؤ ټولو کسانو پيژندگلو نۀ ده شوې.

باور کيږي دپاکستان خيبرايجنسۍ کې دالقاعده سره تړلو تندلارو خپلې خوندي ځالې جوړې کړي اؤ دغلته په مختلفو نومونو تندروه ډلې موجودې دي چې په تيرو وختونو کې يې امنيتي ځواکونو په خلاف کارروايۍ ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG