لاس رسیدونکی لینک

کوئټه : دلاسي بم حملو اؤ ډزو پيښو کې ٦ کسان وژل شوي


دسرچينو ترمخه په ډبل روډ په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو ديو نائي په دوکان په لاسي بم سره بريد اؤ ناتاره ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې ١٣ کسان ژوبل شول چې دعلاج لپاره يو روغتون ته ورسول شول اؤ دغلته دهغوي نه دريوؤ کسانو ساه ورکړه.

سرچينې وائي دپاکستان دبلوچستان صوبې سرښار کوئټه کې دشورو په ورځ دلاسي بم يوه چاؤدنه اؤ ډزو پيښو کې شپږ کسان وژل شوي اؤ ١٢ نور ژوبل شوي دي.

دسرچينو ترمخه په ډبل روډ په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو ديو نائي په دوکان په لاسي بم سره بريد اؤ ناتاره ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې ١٣ کسان ژوبل شول چې دعلاج لپاره يو روغتون ته ورسول شول اؤ دغلته دهغوي نه دريوؤ کسانو ساه ورکړه.

ددغه پيښې نه لږ ساعت وروستو په سرياب روډ ديو فوټوګرافر په دوکان هم دلاسي بم حمله اؤ ډزو پيښه کې يو تن وژل شوى اؤ يو ژوبل شوى دى.

همدغه شان په جوائنټ روډ دډزو يوه پيښه کې يوه ښځه اؤ ماشوم وژل شوي اؤ پوليس وائي چې دغه پيښه دشخصي دښمنۍ نتيجه وه ، ددې ترڅنګ په کاسي روډ هم دډزو پيښه کې يو تن ژوبل شوى دى.

XS
SM
MD
LG