لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رچرډاولسن وائي په بي ايس اى به دپاکستان تحفظات پام کې ساتلى شي


ددغه تړون لاندې به سږکال افغانستان نه دجنگي ائتلافي ځواکونودوتلو نه پس هم افغان ځواکونو ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده په ضد کارروائيوکې دهغوي دمرستې لپاره ايسار وي.
ددغه تړون لاندې به سږکال افغانستان نه دجنگي ائتلافي ځواکونودوتلو نه پس هم افغان ځواکونو ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده په ضد کارروائيوکې دهغوي دمرستې لپاره ايسار وي.

پاکستان کې دامرکا سفير رچرډ اولسن دشورو په ورځ اسلام اباد کې وزيراعظم نواز شريف سره ليدنه کړې ده اؤ هغه ته يې دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ اوس اوس په لاسليک شوي دوه اړخيزه امنيتي تړون( بي ايس اى) حال احوال تير کړى اؤ باور يې ورکړى چې په دغه اړه به دپاکستان تحفظات په پام کې نيول کيږي.

امريکا اؤ افغانستان تيره ورځ کابل کې په هاغه دوه اړخيزه تړون لاسليک کړى چې ترمخه به يې د٢٠١٤م نه وروستو هم ځينې امريکائي پوځيان افغانستان کې پاتې کيږي.

ددغه تړون لاندې به سږکال افغانستان نه دجنگي ائتلافي ځواکونودوتلو نه پس هم افغان ځواکونو ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده په ضد کارروائيوکې دهغوي دمرستې لپاره ايسار وي.

وزيراعظم هاؤس کې دپاکستاني وزيراعظم اؤ رچرډ اولسن ترمينځ دغه ليدنه څو ورځې وروستو له هغې کړې چې نوازشريف نيويارک کې دجنرل اسمبلۍ دغونډې په مهال مرستيال امريکائي صدر جوبائيډن سره ليدنه وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG