لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورکمانډرانو امنيتي تړون افغان امن لپاره مهم گام گرځولى


 سرچينې وائي دجنرل راحيل په مشرۍ دکورکمانډرانو غونډه کې ملک ته دپيښو داخلي اؤ خارجي گواښونو جاج هم اخستل شوى اؤ ددغو چيلنجونو دمقابلې اراده يې څرگنده کړه.
سرچينې وائي دجنرل راحيل په مشرۍ دکورکمانډرانو غونډه کې ملک ته دپيښو داخلي اؤ خارجي گواښونو جاج هم اخستل شوى اؤ ددغو چيلنجونو دمقابلې اراده يې څرگنده کړه.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشورو په ورځ دراولپينډۍ جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې دکورکمانډرانو ديوې مهمې غونډې مشري کړې چې پکې دنوي افغان حکومت اؤ امريکا ترمينځ تيره ورځ دلاسليک شوي امنيتي تړون(بي ايس اى) جاج اخستل شوى اؤ دغه تړون " افغانستان کې دتلپاتې امن لپاره يو غوره گام گرځول شوى دى"

دافغانستان پخواني صدر حامد کرزي په پاکستان تور لگولى ؤ چې دغه هيواد دافغانستان په خارجه تگلاره کنټرول ترلاسه کول غواړي خو پاکستان وائي يو خوشحاله ،باثباته اؤ خپلواکه افغانستان ليدل غواړي.

افغانستان کې دنوي حکومت دجوړيدونه پس دنهې په ورځ دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ په هاغه دوه اړخيزه تړون لاسليک شوى چې ترمخه به يې د٢٠١٤م نه وروستو هم ځينې امريکائي پوځيان افغانستان کې پاتې کيږي

ددغه تړون لاندې به سږکال افغانستان نه دجنگي ائتلافي ځواکونودوتلو نه پس هم افغان ځواکونو ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده په ضد کارروائيوکې دهغوي دمرستې لپاره ايسار وي.

سرچينې وائي دجنرل راحيل په مشرۍ دکورکمانډرانو غونډه کې ملک ته دپيښو داخلي اؤ خارجي گواښونو جاج هم اخستل شوى اؤ ددغو چيلنجونو دمقابلې اراده يې څرگنده کړه.

کورکمانډرانو شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په روانو پوځي عملياتو هم بحث وکړو اؤ ددغو عملياتو په پرمختگ يې داطمينان څرگنده وکړه.

سږکال د١٥م جون راهسې شمالي وزيرستان کې پوځ دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د١٠٠٠ؤ نه دزياتو تندلارو دوژلو دعوه کړې اؤ وائي يواځې ٨٦ پوځيانو خپل ژوند دلاسه ورکړى خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له امله يې په ازادانه توگه ددغه شمير پخلى نۀ شي کيدى اؤ طالبانو خپلو ملگرو ته دپوځ له لوري په دومره لويه کچه دتاوانونو اوړيدو ترديد کړى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG