لاس رسیدونکی لینک

دوزيراعظم دنااهلۍ درخواست اوريدنې لپاره دسپريم کورټ درې کسيز بينچ جوړ


دبينچ په نورو غړو کې جسټس مشير عالم اؤ جسټس دوست محمد خان شامل دي.

دپاکستان سپريم کورټ دوزيراعظم نواز شريف دنااهله گرځولو لپاره دتحريک انصاف له لوري دجمع کړل شوي درخواست اوريدو لپاره يو درې کسيز بينچ جوړ کړى دى کوم چې به په ٢٩م ستمبر ددغه خواست اوريدنه کوي.

په عين حال کې داسلام اباد يو عدالت دپاکستان تحريک انصاف په درخواست دوزيراعظم نواز شريف اؤ پنجاب دوزيراعلي شهباز شريف په گډون د١١ؤ کسانو خلاف دمقدمې درج کولو حکم کړى دى.

دوزيراعظم نوازشريف دنااهلۍ لپاره دتحريک انصاف له لوري دورکړل شوي درخواست اوريدنې لپاره دپاکستان سپريم کورټ دجسټس جواد ايس خواجه په مشرۍ يو درې کسيز بينچ جوړ کړى دى چې ددغه معاملې اوريدنه به په ٢٩م ستمبر کوي.

دبينچ په نورو غړو کې جسټس مشير عالم اؤ جسټس دوست محمد خان شامل دي.

دپاکستان تحريک انصاف(پي ټي ائي) دکورکميټۍ غړي اسحاق خاکواني دخپل وکيل په ذريعه دوزيراعظم نواز شريف دنااهلۍ لپاره ستره محکمه کې يو درخواست جمع کړى.

په دغه درخواست کې دريځ خپل کړل شوى چې وزيراعظم نواز شريف دمخالفو گوندونو اؤ حکومت ترمينځ دجوړجاړي راوستو لپاره پوځ ته دمينځگړي اؤ ضمانتي د کردار ادا کولو دوينا نه په انکار کولو قومي اسمبلۍ کې دروغ وئيلي وؤ ځکه نو هغه دائين په ارټيکل ٦٢م اؤ ٦٣م پوره نۀ خيژي اؤ نااهله دې وگرځول شي.

درخواست کې وئيل شوي چې وروستو دپوځ يو وياند پخلى کړى ؤ چې حکومت دسياسي بحران حل کولو لپاره پوځ ته دکردار ادا کولو وينا کړې وه، چې ترې په ډاگه کيږي چې نواز شريف دپوځ په اړه ددروغو بيان ورکړى ؤ اؤ ضروري ده چې دائين دارټيکل ٦٢م لاندې يې په خلاف کارروائي وکړل شي.

دائين ددغه ارټيکل لاندې که چرې دپارليمنټ يو غړى دانا،متقي ،ايماندار اؤ امين نۀ وي نو هغه نااهله گرځول کيدى شي.

دا خبره ديادولو ده چې دسترې محکمې پخواني چيف جسټس افتخار محمدچوهدري دملک په تاريخ کې تر زياتې مودې وزيراعظم پاتې شوى دپيپلز پارټۍ وزيراعظم يوسف رضا گيلاني هم دپارليمنټ دغړيتوب لپاره نااهله گرځولى ؤ چې ورسره هغه دوزيراعظمۍ نه هم لاسونه وينځلي وؤ.

بل لوري ته پاکستان تحريک انصاف په ٣٠م اگست اسلام اباد کې داحتجاج په مهال دخپلو دريوؤ کارکوونکو دشکمن قتل په ضد دنوازشريف،شهباز شريف، چوهدري نثار، خواجه اصف،سعد رفيق، اسلام اباد دائي جي، ډپټي کمشنر اسلام اباد، ائي جي ريلوى اؤ دريوؤ نورو کسانو خلاف دايف ائي ار درج کولو لپاره سيکرټريټ پوليس سټيشن ته مراجعه کړې وه

پي ټي ائي دغه درخواست د٣٠م اگست دتشدد نه څو ورځې وروستو جمع کړى ؤ خو دپوليسو لخوا دکيس دنۀ درج کولو نه پس دغه گوند دکريمينل پراسيجر کوډ دکلاز 22-A لاندې دازالې لپاره سيشن کورټ ته مراجعه وکړه.

ايډيشنل سيشن جج شاه رخ ارجمند نن حکم جاري کړى اؤ پوليسو ته يې هدايت کړى چې دوزيراعظم اؤ نورو ١٠ؤ کسانو خلاف دې ايف ائي ار درج کړي.

پي ټي ائي پخپل درخواست کې دريځ خپل کړى چې دپوليسو لخوا داوښکو بهيونکي گيس استعمالولو اؤ ډزو په پيښو کې دهغوي په دهرنا کې شامل څلور کسان وژل شوي اؤ ددغه کارروايۍ حکم وزيراعظم نواز شريف اؤ داخله وزير چوهدري نثار ورکړى ؤ.

عدالت نن دوزيراعظم اؤ پنجاب دوزيراعلي خلاف دمقدمې درج کولو دغه حکم څو اوونۍ وروستو له هغې کړى چې له دې وړاندې ديو ډسټرکټ اينډ سيشن جج په حکم په ٣٠م اگست دپي اى ټي دکارکوونکو دشکمنې وژنې خلاف هم دوزيراعظم، ځينو وفاقي وزيرانو اؤ پوليس چارواکو خلاف پوليسو يو کريمينل کيس درج کړى ؤ.

د٣٠م اگست په شپه اسلام اباد کې دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي کارکوونکي دوزيراعظم هاؤس لوري ته ورروان وؤ اؤ امنيتي ځواکونو دهغوي مخه نيوله وه چې پکې گڼ شمير مظاهرين ژوبل شوي اؤ ديادو شوؤ گوندونو ددعوې ترمخه دهغوي ځينې کارکوونکي قتل کړل شوي وؤ.

ددې نه وړاندې په ١٧م جون دلاهور ماډل ټاؤن علاقه کې دمنهاج القران ددفتر نه بهر دمظاهرينو اؤ پوليسو ترمينځ نښتو کې د١٤ؤ کسانو دقتل مقدمه هم دوزيراعظم نواز شريف ، پنجاب دوزيراعلي شهباز شريف اؤ نورو چارواکو خلاف دعدالت په وينا درج کړل شوې وه.

پي ټي ائي اؤ پي اى ټي د١٤م اگست راهسې اسلام اباد کې دوزيراعظم نواز شريف دحکومت خلاف په احتجاج بوخت دي اؤ هغه نه دمستعفي کيدو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG