لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"دصوماليه شباب ډلې څلورو سړو سره پۀ وادۀ کولو ښځه سنگسار کړې"


" دغه ښځه په داسې حال کې راوستل شوه چې سترگې يې تړل شوې وې، هغه تر مرۍ پورې ښخه کړل شوه اؤ بيا سړو په گاڼو ويشتلو سره ووژله"
" دغه ښځه په داسې حال کې راوستل شوه چې سترگې يې تړل شوې وې، هغه تر مرۍ پورې ښخه کړل شوه اؤ بيا سړو په گاڼو ويشتلو سره ووژله"

خبري ادارې اى ايف پي دچارواکو اؤ عيني شاهدانو له خُلې پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې دصوماليه يوه زنانه په دې وجه دتندروه ډلې شباب تر کنټرول لاندې علاقه کې سنگسار کړل شوې اؤ وژل شوې چې هغې په پټه دگڼو سړو سره ودونه کړي وؤ.

دعيني شاهدانو وينا ده چې دغه زنانه دمرۍ پورې په ځمکه کې ښخه کړل شوې وه اؤ وروستو دخلکو ديو ټولگي په وړاندې جنوبي ساحلي ضلعه باراوي کې سړو په گټو اؤ کاڼو ويشتې ده.

دخلکو دغه ټولگي ته داسلامي عدالت قاضي شيخ محمد ابو عبدالله وويل " دغه ښځې دڅلورو خاوندانو سره وادۀ کړى ؤ اؤ جرم يې منلى، کله چې هغه په زندان کې وه نو ما ترې څو ځله تپوس وکړو اؤ هغې ماته وئيلي چې په ذهني توگه سمه ده،(دهغې) دڅلورو واړو خاوندانو نه پوښتنه وکړل شوه اؤ هغوي پخلى کړى چې دهغې سره يې وادۀ کړى"

دغه ٣٣ کلنه ښځه چې نوم يې صفيو احمد جميلي ښودل شوى دجمعې په ورځ دلسگونو تماش بينو په وړاندې سنگسار کړل شوې.

عيني شاهد علي چې دغه پيښه يې پخپله سترگو ليدلي وئيلي " دغه ښځه په داسې حال کې راوستل شوه چې سترگې يې تړل شوې وې، هغه تر مرۍ پورې ښخه کړل شوه اؤ بيا سړو په گاڼو ويشتلو سره ووژله"

دصوماليه دالقاعده سره تړلې تندروه ډله شباب ددغه ملک په جنوبي اؤ مرکزي سيمو کې په يوه لويه علاقه قبضه لري اؤ په دغه سيمه کې يې اسلامي قوانين(دسختې تشريح سره ) نافذ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG