لاس رسیدونکی لینک

پاکستان ايشين گيمز کې لمړى گولډ مډل گټلى


دجنوبي کوريا انچيون ښار ديون هوئي کرکټ په ميدان کې لوبول شوي ميچ کې پاکستان دلمړي بيټنگ کولو سره په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې دشپږو وکټو په تاوان ٩٧ رنز جوړ کړل.

دپاکستان دښځو کرکټ ټيم بنگله ديش ته دايشين گيمز فائنل ټي ټوئنټي ميچ کې په څلور رنز ماتې ورکولو سره نۀ يواځې کاميابه دفاع کړې بلکې دايونټ لمړى گولډ مډل يې هم دپاکستان په نوم کړى دى.

دجنوبي کوريا انچيون ښار ديون هوئي کرکټ په ميدان کې لوبول شوي ميچ کې پاکستان دلمړي بيټنگ کولو سره په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې دشپږو وکټو په تاوان ٩٧ رنز جوړ کړل.

دپاکستان له لوري بسمه معروف ٢٤،نين عابدي ١٨،مرينه اقبال ١٤ اؤ کپتان ثناء مير اؤ ندا ډار ١٠،١٠ رنز جوړ کړل.

همدغه شان دبنگله ديش له لوري رومانه احمد دوه اؤ جهان ارا عالم،سلمه خاتون اؤ فهميه خاتون يو،يو وکټ ترلاسه کړه.

دبنگله ديش داننگ شروع کيدو سره سم باران شروع شو چې ددې په وجه ميچ د٧ؤ اورونو پورې محدود کړل شو اؤ بنگله ديش ته په مقررو اورونو کې گټې لپاره د٤٣ رنز هدف وټاکل شو.

بنگله ديش دبيټنگ اغاز په غوره طريقې سره وکړو خو دپاکستاني لوبغاړو دبيټنگ په وړاندې ونۀ دريدى شول اؤ ديو نه پس بل لوبغاړي پويلين ته ستانۀ شول.

دپاکستان دطرف نه کپتان ثناء مير،سعديه يوسف اؤ ندا ډار، دوه ،دوه لوبغاړي اوټ کړل اؤ درې بنگله ديشي لوبغاړي رن اوټ شول.

XS
SM
MD
LG