لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني کې طالبانو١٢ؤ اولسي وگړو نه سرونه قلم کړي


 دغزني دپوليسو مرستيال مشر اسدالله انصافي ترمخه طالبانو دتيرې اوونۍ راهسې ارجستان اولسوالۍ کې په گڼو کليو حمله کړې ده.
دغزني دپوليسو مرستيال مشر اسدالله انصافي ترمخه طالبانو دتيرې اوونۍ راهسې ارجستان اولسوالۍ کې په گڼو کليو حمله کړې ده.

يو افغان چارواکى وائي چې دافغانستان په ختيز ولايت غزني کې طالبانو د١٢ؤ اولسي وگړو نه سرونه قلم کړي اؤ ٦٠ؤ کورونه يې سوځولي دي.

دغزني دپوليسو مرستيال مشر اسدالله انصافي ترمخه طالبانو دتيرې اوونۍ راهسې ارجستان اولسوالۍ کې په گڼو کليو حمله کړې ده.

اسدالله انصافي وويل طالبانو دزيارت په شپه دملي اؤ سيمه ييزو پوليسو دکورنۍ ١٢ غړي نيولي اؤ سرونه يې ترې قلم کړي اؤ ددې ترڅنگ يې ٦٠ کورونه هم سوځولي دي.، هغه وويل چې جگړه اوس هم روانه ده.

هغه وويل ددقيقې مرگ ژوبلې دشمير معلومولو لپاره سيمې ته په فوري توگه رسيدل ممکن نۀ دي ځکه چې طالبانو په سړکونو مائنونه ښخ کړي دي.

چارواکي وائي چې طالبانو ارجستان اولسوالي محاصره کړې اؤ په گڼ شمير کې دپوليسو په چيک پوسټونو يې قبضه کړې ده اؤ مرستيال والي علي احمدي خبردارى ورکړى که چرې سيمې ته عسکر ونۀ ليږل شي نو ارجستان اولسوالي دطالبانو لاسونو ته پريوتلى شي،هغه وويل چې پوليسو ته دملاتړ سخت ضرورت دى.

ځينېې چارواکي دا هم وائي چې دطالبانو لخوا ١٥ؤ اولسي وگړو نه سرونه قلم کړل شوي چې پکې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.

دطالبانو له لوري اجرستان کې داولسي وگړو دوژلو په اړه څه نۀ دي وئيل شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG