لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دميزائيل کاميابه تجربه کړې


دپوځ ترمخه ددغه ميزائيل يوه بله ځانگړې خبره ددې تيز رفتاره رسپانس سسټم دى چې په موجوده نظام کې دپاکستان دفاعي نظام کې يوه بله مهمه اضافه ده.
دپوځ ترمخه ددغه ميزائيل يوه بله ځانگړې خبره ددې تيز رفتاره رسپانس سسټم دى چې په موجوده نظام کې دپاکستان دفاعي نظام کې يوه بله مهمه اضافه ده.

پاکستان دځمکې نه په ځمکه دوار کوونکي ايټمي توان ملټي ټيوب ميزائيل " حتف9 نصر " کاميابه تجربه کړې ده.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دتجربې په مهال څلور ميزائيلونه دعصري ملټي ټيوب لانچر نه پرله پسې لانچ کړى شول، دايټمي توان ملټي ټيوب ميزائيل دځمکې نه په ځمکه تر شپيتوؤ کلو ميټرو پورې خپل هدف په اسانۍ سره په نخښه کولى شي.

دپوځ ترمخه ددغه ميزائيل يوه بله ځانگړې خبره ددې تيز رفتاره رسپانس سسټم دى چې په موجوده نظام کې دپاکستان دفاعي نظام کې يوه بله مهمه اضافه ده.

دائي ايس پي ار وينا ده چې دميزائيل ددغه کاميابې تجربې سره به پاکستان دهرقسمه سلامتۍ دخطرو مقابلې جوگه شي.

چئيرمين جوائنټ چيفس اف اسټاف جنرل راشد محمود، ډي جي ايس پي ډي ليفټننټ جنرل زبير محمود، چئيرمين نيسکام اؤ نورو پوځي مشرانو هم دغه تجربه وکتله.

په دغه موقع جنرل راشد محمود وويل چې دميزائيل ددې تجربې سره به دپاکستان دفاعي توان مضبوط شي.

هغه وويل " دهيواد خلاف دڅه قسمه جارحيت ناکامولو لپاره وسله وال پوځونه اؤ دپاکستان دفاعي اثاثې کوټلى توان لري"

دپاکستان صدر ممنون حسين اؤ وزيراعظم نواز شريف دميزائيل په دغه کاميابه تجربه دملک سائنسدانانو اؤ انجنئيرانو ته مبارکي وئيلې ده.

پاکستان اؤ گاونډي رقيب هيواد انډيا يې دميزائيل دغه شان تجربې اکثره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG