لاس رسیدونکی لینک

جنرل رباني پنجاب اؤ بلوچستان کې دترهه گرو خلاف دکارروايۍ غوښتنه کړې


دپيښور کورکمانډر ليفټننټ جنرل خالد رباني وويل " په ټول ملک اؤ خصوصي توگه جنوبي پنجاب اؤ بلوچستان کې دخفيه معلوماتو په بنياد دکارروائيو کولو نه بغير ترهه گري نۀ شي ختميدى"

دپاکستان يو لوړپوړي پوځي کمانډر تيره ورځ جنوبي پنجاب اؤ بلوچستان صوبه کې دترهه گرو ډلو په ضد دکارروايۍ کولو غږ کړى اؤ وئيلي يې دي چې ملک نه دترهه گرۍ دگواښ ختمولو لپاره يواځې کامياب "ضرب عضب" اپريشن ضروري نۀ دى.

نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ کې دشمالي وزيرستان په پوځي عملياتو"ضرب عضب" دبريفنگ ورکولو په مهال دپيښور کورکمانډر ليفټننټ جنرل خالد رباني وويل " په ټول ملک اؤ خصوصي توگه جنوبي پنجاب اؤ بلوچستان کې دخفيه معلوماتو په بنياد دکارروائيو کولو نه بغير ترهه گري نۀ شي ختميدى"

شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې ضرب عضب اپريشن سږکال دجون په نيمائي کې شروع کړل شوى ؤ، پوځ وائي چې ټول ملک کې داستخباراتي معلوماتو په بنياد دوه ويشت سوه کارروايۍ شوي چې پکې ٤٢ ترهه گر وژل شوي اؤ ١١٤ نور ژوبل شوي دي.

دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دمخه وئيلي دي چې دغه استخباراتي کارروايۍ به جاري وي.

خو دپيښور کورکمانډر غږ کړى چې ددغو استخباراتي کارروائيو دپام مرکز دې جنوبي پنجاب اؤ بلوچستان وي چې ورته دې کوټلى سياسي ملاتړ ترلاسه وي.

پوځي چارواکي باور لري چې په داسې حال کې چې ترهه گري ملک کې په تيزۍ سره خوريږي غيرقانوني گرځول شوؤ تنظيمونو دپاکستاني طالبانو دتحريک سره په شريکه جنوبي پنجاب کې خوندي ځالې جوړې کړي اؤ حکومت په دغه ستونزه سترگې پټې کړي دي.

جنرل رباني اشاره کړې چې دقانون نافذونکو غيرپوځي ادارو دتوان دستونزو ترڅنگ سياسي مسئلې هم پنجاب اؤ بلوچستان کې دترهه گريزو ډلو خلاف کارروايۍ کې خنډان راپورته کوي.

کورکمانډر وويل که هر څو تر دې دمخه ترهه گر په ردعمل ښودلو کې ناکامه شوي خو په مستقبل کې ددغه ردعمل امکان نۀ شي ردکيدى.

کورکمانډر په ياده کړه چې دسياسي کشمکش په وجه ضرب عضب اپريشن دتيرو دريوؤ کلونو راهسې ځنډيدلى ؤ.

هغه وويل په اصولي توگه په دې خبره اتفاق شوى ؤ چې پوځي کارروايۍ به په سياسي ملاتړ سره کيږي اؤ ددې په وجه داپريشن شروع کيدو کې ځنډ رامخې ته شو.

جنرل رباني وويل چې پوځ د٢٠١١م نه شمالي وزيرستان کې (دترهه گرو خلاف) دپوځي عملياتو لپاره دحکومت دقائلولو کوشش کولو،"قوم دشمالي وزيرستان دستونزې په شدت دځان پوهولو نه بغير ددې نه ځان خلاصول غوښتل" اؤ زياته يې کړه " که چرې زمونږ مشرانو دا ليدلى وى چې څه کيږي اؤ په وخت يې فيصلې کړى وى نو دزياتره مرگ ژوبلې مخه نيول کيدى شوه"

کورکمانډر وويل چې دترهه گرۍ په ضد جنگ کې پوځ يواځې څلور زره ځوانان بائيللي اؤ زياتره مرگ ژوبله په تيرو پينځوؤ کلونو کې اوښتې ده.

په ډاگه دې وي چې دپاکستان پخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ دپوځ پخواني وياند (ر) ميجر جنرل اطهرعباس دپوځ پخوانى سرلښکر جنرل اشفاق پرويز کياني دشمالي وزيرستان دعملياتو په ځنډولو تورن کړى ؤ.

دتندلاريتوب دمقابلې په اړه دهيواد داختلاف په اړه جنرل رباني وويل په اولنو کلونو کې پوځ ددغه مسئلې دمخنيوي په اړه دکشمکش ښکار ؤ اؤ زياته يې کړه چې ددوؤ نه تر دريوؤ کلونو پورې پوځ هم دخپلو خلکو سره په جنگ کولو کنفيوز ؤ چې ورسره ډير وخت ضائع شو.

پوځ جنوبي وزيرستان کې دطالبانو خلاف اولنى اپريشن ٢٠٠٧م کې کړى ؤ.

دضرب عضب عملياتو په حواله کورکمانډر وويل چې دقبائيلي سيمې زياته برخه(دترهه گرو نه) پاکه کړل شوې ده.

هغه شمالي وزيرستان کې اوس اوس دترهه گرو نه پاکه کړل شوې سيمه بويه ديگان "دالقاعده پينټاگون" وبللو،چرته چې ددغه ترهه گريزې ډلې درابطې دنيټ ورک سره کمانډ اينډ کنټرول نظام هم موجود ؤ اؤ دعوه يې وکړه چې " زمونږ دکارروايۍ په مهال دهغوي نظام تباه شوى"

جنرل رباني دعوه وکړه چې سيمې ته دبهرنو جنگيالو دبيرته ورستنيدو امکان نشته.

هغه دشمالي وزيرستان په عملياتو کې دحقاني نيټ ورک دجنگيالو دپريښودو خيال رد کړو اؤ وې وئيل چې دهغوي نه زياترو سيمې ته دپوځ دورتگ نه وړاندې علاقه پريښودې وه ، خو نور په نخښه کړل شوي اؤ ختم کړل شوي دي.

دحقاني نيټ ورک په اړه پوځي مشروويل " کومو خلکو چې زمونږ خلاف وسله راخستې وه ،هغوي په نخښه کړل شوي، دهغوي نه زياتره نيول شوي ،وژل شوي يا په تيښته مجبور کړل شوي"

XS
SM
MD
LG