لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پوليس عسکر درسالت په سپکاوي يو عيسائي وژلى ،يوژوبل


 محمد اصغر ته سږکال دجنورۍ په مياشت کې دراولپينډۍ يو عدالت په هاغو خطونو ليکلو دمرگ سزا اورولې وه چې پکې هغه دپيغمبرۍ دعوه کړې وه.
محمد اصغر ته سږکال دجنورۍ په مياشت کې دراولپينډۍ يو عدالت په هاغو خطونو ليکلو دمرگ سزا اورولې وه چې پکې هغه دپيغمبرۍ دعوه کړې وه.

راپورونه وائي دزيارت په ورځ دراولپينډۍ داډيالې دزندان په احاطه کې دپوليس يو سپاهي درسالت په سپکاوي تورن دوه کسان په ډزو ويشتي چې په نتيجه کې يې يو وژل شوى اؤ بل سخت ژوبل شوى دى.

عيسائي پادري ظفر بهټي دډزو په دغه پيښه کې وژل شوى اؤ ٧٠ کلن محمد اصغر چې وئيل کيږي دماغي حالت يې سم نۀ ؤ ژوبل شوى دى.

بهټي په پاکستان کې دبشري حقونو دتحفظ لپاره کار کړى ؤ اؤ په هغه ٢٠١٢م کې دمذهب دسپکاوي دپيغامونو ليږلو دتورونو نه پس مقدمه چليده، دبهټي کورنۍ وائي چې دپوليسو تحقيقات په ډاگه کوي چې دهغه فون دبل چا سره درج ؤ.

په پاکستان کې قائمې دبشري حقونو ډلې " ژوند دټولو لپاره " ته دهغه کورنۍ وئيلي چې په نزدې ورځو کې ظفر بهټي ته دزندان دننه دبنديانو اؤ محافظانو نه دمرگ گواښونه ترلاسه شوي وؤ

دغه بشري ډلې ددروغو په اساس درسالت دتوهين دتورونو لگولو نه پس دظفربهټي وژنه په عدالتي نظام پسې ټوقه بللې ده.

همدغه شان محمد اصغر ته سږکال دجنورۍ په مياشت کې دراولپينډۍ يو عدالت په هاغو خطونو ليکلو دمرگ سزا اورولې وه چې پکې هغه دپيغمبرۍ دعوه کړې وه.

دراولپينډۍ داډيالې په جيل کې ځانگړې محکمې دصفايۍ دوکيلانو دا دعوې هم رد کړې وې چې گنې دهغه دماغي حالت سم نۀ دى.

دجيل دانتظاميې وينا ده چې دزيارت په ورځ دايليټ فورس سپاهي يوسف محمد اصغر په ډزو ويشتلى چې له دې وروستو دغه زخمي بندي ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال ته بوتلل شو.

اصغر دهسپتال په انټنسيو کيئر يونټ( ائي سي يو) کې په سخت حالت کې دى.

ايس پي انوسټي گيشن هارون جويه وائي يو سپاهي دغه بندي په ډزو ويشتلى اؤ هغه هسپتال ته رسول شوى ؤ.

دجويه وينا ده چې دجيل انتظاميه به دډزو په پيښه کې دککړ سپاهي خلاف قانوني لاره خپلوي.

په پاکستان کې درسالت توهين يوه حساسه معامله ده ، په دغه ملک کې ٩٧ فيصده ابادي مسلمانه ده اؤ دمذهب په سپکاوي تر دې دمه دغلته دپنجاب دپخواني گورنر سلمان تاثير اؤ اقليتونو دوزير شهباز بهټي په گډون گڼ شمير کسان وژل شوي اؤ ځينو ته دمرگ سزاگانې اورول شوي دي.

دبشري حقونو ډلې وائي چې درسالت دسپکاوي دقانون نه بااثره خلک گټه پورته کوي اؤ ددې غلط استعمال کوي.

داصغر کورنۍ هم وائي چې دهغه خلاف درسالت دسپکاوي تورونه دځمکې پسر ديو کرايه دار سره دلانجې نه پس لگول شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG