لاس رسیدونکی لینک

"دنورو ملکونو په پرتله پاکستان کې دپوليو کيسونه ١٤ چنده سيوا دي"


پاکستان کې سږکال دپوليو نه داغيزمنو شوؤ ماشومانو شميره ١٧١ؤ ته رسيدلى اؤدانساني بدن دمعذوره کوونکې دغه ناروغۍ له امله تيرکال ٩٣ ماشومان اغيزمن شوي وؤ.

په پاکستان کې دروغتيا دنړيوالې ادارې مشر ډاکټر مشيل تهائرين وائس اف امريکا سره يوه مرکه کې وئيلي دي چې پاکستان کې دپوليو دوائرسو نه داغيزمنو شوؤ ماشومانو شميره دانديښنې تر حده سيوا ده اؤ که چرې دمخنيوي لپاره يې فوري ګامونه وانۀ خستل شي نو وضعيت نور هم کړکيچن کيدى شي.

"سږکال پاکستان کې دنړۍ دکوم بل ملک په پرتله دپوليو دوائرسو رپورټ شوي کيسونه ١٤ چنده سيوا دي،هاغه ملکونه چرته چې دپوليو وائرس اوس هم موجود دى ،هلته دپوليو نه داغيزمنو شوؤ ماشومانو شمير دلسو نه تر ١٢ؤ پورې دى"

پاکستان کې سږکال دپوليو نه داغيزمنو شوؤ ماشومانو شميره ١٧١ؤ ته رسيدلى اؤدانساني بدن دمعذوره کوونکې دغه ناروغۍ له امله تيرکال ٩٣ ماشومان اغيزمن شوي وؤ.

ډاکټر مشيل وويل دغه صورتحال دپاکستان دحکومت، روغتيا دنړيوالې ادارې اؤ نړيوالې ورورولۍ لپاره دانديښنې وړ دى.

" مونږ (دپوليو دوائرسو ختمولو لپاره) په ملي اؤ صوبائي کچه تګلاره لرو، مونږ دې اوونۍ کې دماشومانو دنړيوالې ادارې يونيسف،حکومت اؤ ټولو شراکت دارانانو سره ليدنې کړي، دراتلونکو نهو نه دولسو مياشتو لپاره يوه منصوبه دعمل درامد لپاره تياره ده چې ددې لاندې د٢٠١٥م تر اخره ملک کې دپوليو ديو کيس هم مخې ته دنۀ راتللو هدف مقرر کړل شوى "

په پاکستان کې دډبليو ايچ او مشر وائي دپوليو دوائرسو خاتمې لپاره ددغه ناروغۍ نه دبچ کيدو دقطرو ورکوونکو کسانو ټولو سيمو پورې رسد پکار دى چې ددې لپاره دسلامتۍ مربوط انتظامات پکار دي.

هغه وويل دپوليو دمخنيوي په ډلو اؤ دهغوي په حفاظت په مامورې عملې حملې دانديښنې وړ دي اؤ دغه حملې دپوليو دمخنيوي په لاره کې تر ټولو لويې خنډ دى.

په ډاګه دې وي چې دسږکال په پيل کې دروغتيا نړيوالې ادارې(ډبليو ايچ او) دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور په ټوله نړۍ کې دپوليو تر ټولو لويې مرکز ګرځولى ؤ.

دډبليو ايچ او ترمخه ملک کې ددغه ناروغۍ نه داغيزمنو شوؤ ماشومانو دجاج اخستو نه معلوميږي چې د٩٠ فيصده پوليو دوائرسو تعلق په جينياتي توګه پيښور سره دى.

سږکال هم دپوليو دوائرسو نه تر ټولو دزياتو اغيزمنو ماشومانو تعلق خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو سره دى،چارواکي وائي په دغو علاقو کې دپوليو په وائرسو دقابو نۀ موندلو بنيادي وجوهاتو کې دپوليو دمخنيوي په ډلو حملې اؤ دځينو قبائيلي سيمو پورې هغوي ته په رسيدو کې پراتۀ خنډان دي.

XS
SM
MD
LG