لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوی افغان صدر ډاکټر اشرف غني پیژند گلو


اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله
اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله

د افغانستان اعلان شوی منتخب صدر ډاکټر اشرف غني احمدزۍ کال ١٩۴٩ کې د هیواد په منځنی ولایت لوگر کې یوې مخورې کورنۍ کې زیږیدلی. د کابل په حبیبیه لیسه کې د ذدکړې ورسته د لبنان سرښار بیروت په امریکائي پوهنتون کې يي عالي ذدکړې ترسره کړې بیا کابل پوهنتون کې د بشر پوهنې استاز شو ورسته يي د امریکا کولمبیا پوهنتون څخه د افغانستان د معاصر تاریخ په باب پې ایچ ډي وکړه.

ډاکټر اشرف احمدزۍ د امریکا په کیلیفورنیا ایالت او په جانز هاپکنز پوهنتون کې استاز پاتې شوی، ١١ کاله په نړي والې بانک کې د مشر بشر پوه په توگه يي دنده ترسره کړې. په افغانستان کې د طالبانو د رجیم نسکوریدو ورسته هم هلته يي د لخدار براهیمي د لوې صلاحکار په توگه کار شورو کړ.

ډاکټر اشرف غني احمدزۍ د صدر حامد کرزي په حکومت کې د ماليي وزیر وو او په وزارت کې د یو شمیر اصلاحاتو تر څنگ نوي بانکې نوټونه چاپ کړل، د خزانې چارې يي کمپیوټرائیز کړې. نوموړی د کابل پوهتنون چانسلر، د نړي والو مرستو د انسجام د ادارې رئیس، د نړي وال ځواکونو څخه د امنیت دنده افغان ځواکونو ته د سپارلو د پروسې مشر او د ملي پیوستون د پروگرام بنسټ ایښودونکی دی.

ښاغلی اشرف غني د لبنانۍ ښځې رولا سره واده کړی او دوه بچیان لري چې مریم غني او طارق غني نومیږي.

سږ کال د جون په ١۴ مه نیټه د دویم پړاو د ټول ټاکنو د نتیجو د اعلان سره سم د انتخاباتو خپلواکه کمیشن د شنبې په ورځ ډاکټر اشرف غني احمدزۍ د هیواد د نوي صدر په توگه اعلان کړ او نن د دوشنبې په ورځ خپله لومړۍ وینا کې هغه وویل چې د حکومت لومړۍ ترجیح د هیواد اقتصاد برابرول، امنیت راوستل او موازي حکومتونه ختمول دي.

د اشرف غني احمدزۍ وینا
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
Direct link

دا ډول ښاغلي احمدزي ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړه چې د هیواد په تاریخ کې لومړۍ ځل یو جمهوري حکومت له بل جمهوري حکومت څخه په سوله ایزه توگه واک اخلي. هغه ژمنه وکړه چې د ولس د رایو احترام به کیږي، افغان ښځو ته به درانوی وي او هغوي ته به بشپړه حقونه ورکړی کیږي. هغه وویل سیاسي ستونزې به د ټوپک د لارې نه بلکه په سیاسي ډگر کې حل کیږي.

ټاکل شوی چې ډاکټر اشرف غني احمدزۍ به دا هفته د خپل منصب سوگند واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG