لاس رسیدونکی لینک

افغانستان :چاؤدنه اؤ دطالبانو حمله کې دپوليسو په گډون ١٢ کسان وژل شوي


راپورونه وائي په دغه چاؤدنه کې وژل شوؤ کسانو کې يو ماشوم، څلور اولسي وگړي اؤ درې افغان مقامي پوليس شامل دي اؤ د٧ؤ ماشومانو په گډون ١٣ نور ژوبل شوي هم دي.

چارواکي وائي دافغانستان په شمالي ولايت بغلان کې ديو جومات دننه دجمعې په ورځ ديوې زوردارې چاؤدنې په نتيجه کې ٨ کسان وژل شوي اؤ ١٢ نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وائي په دغه چاؤدنه کې وژل شوؤ کسانو کې يو ماشوم، څلور اولسي وگړي اؤ درې افغان مقامي پوليس شامل دي اؤ د٧ؤ ماشومانو په گډون ١٣ نور ژوبل شوي هم دي.

بل لوري ته دلوگرولايت دوالي وياند دين محمد درويش ترمخه دزيارت په ورځ طالب جنگيالو سره نښته کې څلور پوليس وژل شوي دي.

افغانستان کې دغه پيښې په داسې حال کې رامينځته شوي چې دغه هيواد سږکال دجون په مياشت کې دترسره شوؤ صدارتي ټولټاکنو دنتيجو په انتظار دى.

XS
SM
MD
LG