لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داپوزيشن گوندونو مشرانو وزيراعظم ته دجمهوريت دملاتړ باور ورکړى


'Yan Nijer Mazauna Najeriya Akan Layi Wurin Kada Kuri'ar Zaben Shugaban Kasa Da 'Yan Majalisu
'Yan Nijer Mazauna Najeriya Akan Layi Wurin Kada Kuri'ar Zaben Shugaban Kasa Da 'Yan Majalisu

اسلام اباد کې دحکومت مخالفو سياسي گوندونو تحريک انصاف اؤ عوامي تحريک له لوري دروانو احتجاجونو دهواري لپاره په بيلا بيلو لارو چارو دغور کولو په غرض دجمعې په ورځ وزيراعظم نوازشريف دهيواد دحزب اختلاف گوندونو دپارليماني مشرانو سره ليدنه کړې ده.

وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې ترسره شوې دغه نننۍ غونډه کې په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه، دپاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر اعتزاز احسن، دپښتونخواملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزئ اؤ نور پارليماني مشران موجود وؤ.

سرچينې وائي دغو مشرانو وزيراعظم ته په موجوده کړکيچن سياسي صورتحال کې دجمهوري نظام دملاتړ کولو باور ورکړى دى اؤ په دې خبره يې اتفاق کړى چې ددغه کړکيچ دهواري يواځينۍ لاره مذاکرات دي.

دحزب اختلاف دغو پارليماني مشرانو دپاکستان تحريک انصاف، پاکستان عوامي تحريک اؤ حکومت ترمينځ دسياسي بحران دختمولو لاپره داپوزيشن په قانون سازانو دمشتملې يوې جرگې دجوړولو په تجويز هم خبرې اترې کړي دي.

غونډه کې نن ديوې پارليماني غونډې دکيدو نه پس اسلام اباد کې دروانو احتجاجونو دختمولو لپاره دحکومت دمستقبل په تگلاره هم غور کړى دى.

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دحکومت مخالفو دهرنو پينځه اوونۍ روانه ده اؤ تر دې مهاله ددغه کړکيچ دکمولو لپاره دحکومت اؤ مخالفو گوندونو ترمينځ دمذاکراتو کوششونه نۀ دي کامياب شوي.

په موجوده سياسي کړکيچ دبحث اؤ ددغه معاملې دسياسي حل لټولو لپاره دپارليمان گډه غونډه هم روانه ده ، خو دپاکستان پارليمنټ هم ددې دحل لپاره کوم تجويز نۀ دى وړاندې کړى.

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک کارکوونکي ديوې مياشتې نه تر زياته وخته دپارليمان نه بهر په احتجاج بوخت دي اؤ دوزيراعظم نوازشريف نه داستعفي غوښتنه کوي.

دتحريک انصاف مشر عمران خان تور لگوي چې نوازشريف دتيرکال په عامو انتخاباتو کې په دهاندلۍ کولو سره اقتدار ته رسيدلى اؤ دعوامي تحريک مشر طاهرالقادري دانقلاب دنعرې په لگولو سره دغلته دخپلو پلويانو سره موجود دى اؤ دوزيراعظم، پنجاب دوزيراعلي ،قومي اؤ ټولو صوبائي اسمبلو دماتولو غوښتنه کوي.

وزيراعظم نواز شريف انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره ديو عدالتي کميشن جوړولو تجويز هم وړاندې کړى خو دتحريک انصاف مشر وائي دروڼ انده اؤ ازادو ټولټاکنو لپاره لمړى دوزيراعظم استعفا ضروري ده.

دعمران خان په دغه غوښتنه نوازشريف وائي چې هغه دملک دکروړونو اولس منتخب وزيراعظم دى اؤ په يو صورت کې به هم استعفي نۀ ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG