لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : عملياتو کې د٢٣ؤ جنگيالو دوژلو دعوه


گارگر یک گدام لبنیات در شهر مودنای ایتالیا در حال انتقال یک بسته از پنیر پرمسان.
گارگر یک گدام لبنیات در شهر مودنای ایتالیا در حال انتقال یک بسته از پنیر پرمسان.

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دزيارت په ورځ دپوځ لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوې يوه تازه کارروايۍ کې لږ ترلږه ٢٣ جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دترهه گرو په ضد دغه کارروائي دشمالي وزيرستان په دته خيل، اسماعيل خان اؤ زيروم نومې سيمو کې ترسره شوې ده.

سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه توگه ددغو معلوماتو پخلى نۀ شي کيدى.

پوځ په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د١٠٠٠ؤ دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې اؤ وائي په دغه کارروايۍ کې يې يواځې ٨٦ پوځيان وژل شوي.

دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې دترهه گرو دحملو توان يې ختم کړى خو دنهې په ورځ دپولې پورې غاړې نه شوې يوه حمله کې د١١ؤ ترهه گرو اؤ دريوؤ پوځيانو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي وؤ اؤ ددې ترڅنگ دزيارت په ورځ بنو کې هم يوه حمله کې دوه پوليس وژل شوي دي.

تيره ورځ هم شمالي وزيرستان کې د٤٠ؤ ترهه گرو دوژلو دعوه شوې وه.

دپاکستاني پوځ ترمخه دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو خلاف يې په دغو عملياتو کې جنگي الوتکي، ټينکونه ، توپې اؤ نوره وسله استعمال کړې اؤ په شمالي وزيرستان کې يې دهغوي په سلگونو ځالې تباه کړي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG