لاس رسیدونکی لینک

بنو: نښته کې دوه پوليس اؤ درې جنگيالي وژل شوي


دسرچينو ترمخه دبنو دهويد پوليسو دتاڼې په حدودو کې يو شمير وسله والو جنگيالو دډيوټۍ نه په راروانو دوؤ پوليس عسکرو صادق زمان اؤ نورعلي شاه ډزې کړې اؤ هغوي يې وژلي دي.

راپورونه وائي دخيبرپښتونخوا بنو سيمه کې وسله والو جنگيالو په پوليسو حمله کړې اؤ ددغه حملې نه پس ددواړو خواؤ ترمينځ ډزو کې دوه عسکر اؤ درې جنگيالي وژل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دبنو دهويد پوليسو دتاڼې په حدودو کې يو شمير وسله والو جنگيالو دډيوټۍ نه په راروانو دوؤ پوليس عسکرو صادق زمان اؤ نورعلي شاه ډزې کړې اؤ هغوي يې وژلي دي.

سرچينې وائي چې دپوليسو ځوابي کارروايۍ کې هم درې حمله کوونکي وژل شوي چې دهغوي نه ددوؤ مړي جنگيالو دځان سره وړي دي.

دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس رسيدلي، ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG