لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دائي ايس ائي نوى مشر راتلونکې اوونۍ کې ټاکل کيږي،راپور


 دائي ايس ائي موجوده مشر ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام اؤ پينځه ليفټننټ جنرالان داکتوبر دمياشتې په لمړۍ اوونۍ کې ريټائر کيدونکي دي.
دائي ايس ائي موجوده مشر ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام اؤ پينځه ليفټننټ جنرالان داکتوبر دمياشتې په لمړۍ اوونۍ کې ريټائر کيدونکي دي.

دبرطانوي خبري شبکې ديو راپور ترمخه دپاکستان دخفيه ادارې ( ائي ايس ائي) دنوي مشر اؤ ځمکني پوځ دپينځوؤ نوؤ ليفټننټ جنرالانو دتعيناتۍ اعلان راتلونکې اوونۍ کې امکان لري.

راپور کې دسرچينو له خُلې وئيل شوي دي چې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف ځينې پوځي مشرانو ته دميجر جنرل دعهدې نه دليفټننټ جنرل چوکۍ ته ترقي ورکول غواړي اؤ دغه ټولې تعيناتۍ به دډي جي ائي ايس ائي دګمارلو څخه دمخه کولى شي ،ترڅو يو ليفټننټ جنرل دانټلي جنس ددغه اعلي عهدې لپاره وټاکل شي.

دائي ايس ائي موجوده مشر ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام اؤ پينځه ليفټننټ جنرالان داکتوبر دمياشتې په لمړۍ اوونۍ کې ريټائر کيدونکي دي.

دغه تعيناتۍ په داسې موقع کولى شي چې په پوځ سياست کې دمداخلت تور لګولى شي ، که هر څو دغه ريټائرمنټ اؤ تعيناتۍ په يوه توګه هم شکمنې نۀ دي خو په موجوده کړکيچن سياسي صورتحال کې دکوم زړۀ راښکون نه خالي نۀ دي.

اکتوبر کې چې به کوم پوځي مشران ريټائر کيږي په هغوي کې دائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام په ګډون کورکمانډر منګله ليفټننټ جنرل طارق خان، کورکمانډر ګجرانواله ليفټننټ جنرل سليم نواز، کورکمانډر پيښور ليفټننټ جنرل خالد رباني اؤ دکراچۍ کورکمانډر ليفټننټ جنرل سجاد غني شامل دي.

که هر څو دغه عهدې پخپل خپل ځايې ارزښت لري خو دپاکستان دپوځ دننه دپوځ دسرلښکر نه پس دائي ايس ائي دمشر عهده پخپل ځايې زياته اهمه ده.

پاکستان کې دپوځ دسرلښکر په تجويز وزيراعظم دائي ايس ائي مشر تعينات کوي.

دراپور ترمخه دائي ايس ائي دمشر دتعيناتۍ په حواله دوزيراعظم هاؤس اؤ جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) ترمينځ خبرې روانې دي خو دوزيراعظم دنزدې ملګرو مطابق تر دې دمخه دوزيراعظم نوازشريف اؤ دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف ترمينځ په دغه معامله کومې رسمې خبرې نۀ دي شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG