لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکابه ځمکنى پوځ عراق ته نۀ ليږي،صدراوباما

يوه ورځ وړاندې جنرل مارټن ډيمپسي دسينيټ ارمډ سروسز کميټۍ ته وئيلي وؤ که چرې دداعش خلاف فضائي کارروائي موثره نۀ ثابتيږي نو په دغسې صورت کې هغه صدر براک اوباما نه عراق کې دامريکائي پوځ دتعيناتۍ دمنظورۍ ورکولو غوښتنه کولى شي.

ديو لوړپوړي امريکائي جنرال له لوري عراق کې دامريکائي پوځيانو دتعيناتۍ دتجويز نه پس امريکايانو ته دباور ورکولو په مهال دامريکا صدر براک اوباما دشورو په ورځ ژمنه کړې ده چې امريکا به عراق کې يوه بله ځمکنۍ جگړه نۀ کوي.

يوه ورځ وړاندې جنرل مارټن ډيمپسي دسينيټ ارمډ سروسز کميټۍ ته وئيلي وؤ که چرې دداعش خلاف فضائي کارروائي موثره نۀ ثابتيږي نو په دغسې صورت کې هغه صدر براک اوباما نه عراق کې دامريکائي پوځ دتعيناتۍ دمنظورۍ ورکولو غوښتنه کولى شي.

دفلوريډا ښار ټمپار کې دامريکائي سنټرل کمانډ پوځي غړو ته په خطاب کې صدر اوباما وويل " مونږ په ځمکه دکارروايۍ کوونکو خپلو شراکت دارانو دملاتړ بې مثاله صلاحيتونه لرو چې ددې په ذريعه مونږ په زياته موثره توگه کار کولى شو"

دهغه په قول همدغه يواځينى حل دى چې ددې له لارې اوږدمهاله کاميابي ترلاسه کيدى شي.

امريکائي صدر له دې وړاندې هم وئيلي وؤ چې امريکا به دحملې لپاره عراق ته خپل ځمکني پوځونه نۀ روانوي.

دشورو په ورځ صدر اوباما وويل دداعش دتندلارو خلاف مقابلې لپاره دملگرو ملکونو يو پراخه ائتلاف موجود دى کوم چې دعراق په خاوره دموجودو عراقي پوځيانو ملاتړ کوي، چې ددې لارې به تندلاري کمزورولى اؤ په اخره کې به له مينځه وړلى شي.

صدر اوباما وويل" ډير زر به دغه ترهه گر پوهه شي، باالکل هم هاغه شان لکه څنگه چې دالقاعده مشرانو ته سبق ملاؤ شوى چې مونږ څه وائيو هم هاغه کوؤ، زمونږ رسد تر لرې دى، کۀ تاسو امريکا ته دړکه کوئ نو په ياده ساتئ چې (دپټيدو دپاره به) درته کوم ځايې نۀ ملاويږي اؤ په اخره کې به مونږ تاسو رااوباسو"

اوباما وويل امريکائي پوځ دداعش دجنگيالو خلاف تر دې مهاله عراق کې ١٦٠ فضائي کارروايۍ ترسره کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG