لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احتجاج کوونکي گوندونه دملک ترقۍ کې خنډان راولاړوي،نوازشريف


نوازشريف وويل چې په موجوده سياسي صورتحال کې حکومت دزغم نه کار اخلي اؤ وې وئيل چې دخلکو نه سړکونه پاکول گران نۀ دي.
نوازشريف وويل چې په موجوده سياسي صورتحال کې حکومت دزغم نه کار اخلي اؤ وې وئيل چې دخلکو نه سړکونه پاکول گران نۀ دي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دشورو په ورځ وئيلي دي چې اسلام اباد کې دهغه دحکومت خلاف په احتجاج بوخت گوندونه دملک دترقۍ په لاره کې خنډان راولاړوي.

اټک کې دتيلو اؤ گيسو دکووي دپرانستې يوې دستورې ته دخطاب په وخت وزيراعظم نواز شريف وويل چې د١٨ کروړه اولس وزيراعظم دپينځوؤ زرو خلکو په وينا استعفا نۀ شي ورکولى.

نوازشريف وويل چې په موجوده سياسي صورتحال کې حکومت دزغم نه کار اخلي اؤ وې وئيل چې دخلکو نه سړکونه پاکول گران نۀ دي.

هغه وويل پکار ده چې په احتجاج بوخت گوندونه هم ددغه جذبې مظاهره وکړي اؤ دملک دترقۍ په لاره کې دخنډانو راولاړولو نه ډډه وکړي ځکه چې ټول ملک ترقي غواړي.

هغه وويل حکومت داسې منصوبې جوړې کړي چې دمکمليدو سره يې راتلونکو ددريوؤ نه څلورو کلونو کې دبجلۍ کمى ختميدى شي.

هغه وويل د٢٠٠٨م انتخاباتو کې دټولو تحفظاتو باوجود مسلم ليگ(ن) برخه اخستې وه اؤ انتخابي نتيجې يې منلې وې اؤ پيپلز پارټۍ خپله پينځه کلنه موده پوره کړې وه.

هغه وويل په مهذبو ملکونو کې يو حکومت خپله ائيني موده پوره کوي اؤ بيا نوى حکومت راځي خو پاکستان کې لا يو کال هم نۀ دى تير شوى چې دوزيراعظم اؤ دپنجاب دوزيراعلي داستعفا گانو لپاره لانگ مارچ شروع کړى شو.

وزيراعظم دتيرکال انتخاباتو کې دشوې شکمنې دهاندلۍ په اړه وويل نگران حکومت دهغوي نۀ ؤ اؤ نۀ هم هغوي ددهاندلۍ ذمه وار دي.

نوازشريف وويل پخپله يې سوچ کولو چې چرې په ضد يې دهاندلي ونۀ شي اؤ زياته يې کړه چې چيف اليکشن کمشنر دټولو درايې په اتفاق سره منتخب کړل شوى ؤ.

هغه وويل چې دچين صدر پاکستان کې بجلۍ دپيداوار په گډون په گڼ شمير تړونونو دلاسليک لپاره دملک دوره کوونکى ؤ خو دغه دوره دڅو زرو مظاهرينو دعملونو په وجه وځنډول شوه.

دوزيراعظم نواز شريف په گډون گڼو حکومتي عهديدارانو وئيلي دي چې ددغه دورې په مهال دچين اؤ پاکستان ترمينځ د٣٤ؤ اربو ډالرو منصوبو ته غوڅ شکل ورکړل کيدونکى ؤ اؤ دحکومت مخالفه دهرنو په وجه دغه منصوبې دځنډ ښکار شوې.

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک کارکوونکي دتيرې يوې مياشتې راهسې دپارليمان نه بهر په احتجاج بوخت دي اؤ دوزيراعظم نوازشريف نه داستعفي غوښتنه کوي.

دتحريک انصاف مشر عمران خان تور لگوي چې نوازشريف دتيرکال په عامو انتخاباتو کې په دهاندلۍ کولو سره اقتدار ته رسيدلى اؤ دعوامي تحريک مشر طاهرالقادري دانقلاب دنعرې په لگولو سره دغلته دخپلو پلويانو سره موجود دى اؤ دوزيراعظم، پنجاب دوزيراعلي ،قومي اؤ ټولو صوبائي اسمبلو دماتولو غوښتنه کوي.

وزيراعظم نواز شريف انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره ديو عدالتي کميشن جوړولو تجويز هم وړاندې کړى خو دتحريک انصاف مشر وائي دروڼ انده اؤ ازادو ټولټاکنو لپاره لمړى دوزيراعظم استعفا ضروري دى.

دعمران خان په دغه غوښتنه نوازشريف وائي چې هغه دملک دکروړونو اولس منتخب وزيراعظم دى اؤ په يو صورت کې به هم استعفي نۀ ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG