لاس رسیدونکی لینک

دضرورت په پيښيدو عراق ته دامريکائي پوځ دليږلو اشاره


جنرل ډيمپسي وويل که چرې دې نتيجې ته رسيږي چې دداعش په ځانگړو هدفونو دحملو لپاره دهغوي مشيرانو ته دعراقي پوځ سره مرسته پکار ده نو صدر ته به ددې خبرې سفارش کوي.

دامريکائي پوځ يو لوړپوړي مشر په ډاگه کړې چې ددولت اسلاميه دجنگيالو مقابلې لپاره دضرورت په پيښيدو دامريکا دځمکني پوځ په تعيناتۍ غور کيدى شي.

دنهې په ورځ دگډو ځواکونو دکميټۍ مشر جنرل مارټن ډيمپسي دکانگريس دغړو يوې کميټۍ ته وئيلي که چرې هغه دې نتيجې ته رسيږي چې دياغيانو مقابلې لپاره امريکائي پوځي مشاورانو ته دعراقي پوځ مرسته کول ضروري دي نو هغه صدر براک اوباما نه ددې خبرې اجازت غوښتى شي.

جنرل ډيمپسي وويل که چرې دې نتيجې ته رسيږي چې دداعش په ځانگړو هدفونو دحملو لپاره دهغوي مشيرانو ته دعراقي پوځ سره مرسته پکار ده نو صدر ته به ددې خبرې سفارش کوي.

په عين حال کې راپورونه وائي صدر براک اوباما ته به دشورو په ورځ ددولت اسلاميه خلاف دپوځي کمپائن په اړه اپريشنل تفصيلات بيانولى شي.

صدر اوباما به ددامريکا دمرکزي کمانډ مشر جنرل لوئيډ اسټن سره ويني اؤ هغه سره به عراق اؤ شام کې ددولت اسلاميه دتباه کولو لپاره دنړيوال ائتلاف جوړولو په اړه په روانو هڅو خبرې کوي.

ددفاع وزير چک هيگل به هم دغه غونډه کې گډون کوي، يوه ورځ وړاندې هغه دکانگريس پينل ته وئيلي وؤ چې دغه هڅه پيچيده ده اؤ وخت به اخلي.

تيره اوونۍ پخپل خطاب کې صدر اوباما اعلان کړى ؤ چې امريکا به ددولت اسلاميه دجنگيالو خلاف گيره تنگوي ، خو هغوي به دعراق دجنگ پشان په کومه بله جگړه کې نۀ ککړيږي.

ډيمپسي دسينيټ دوسله والو پوځونو په اړه کميټۍ ته وويل امريکائي مشير دحملو لړ کې دمشاورت کردار ادا کوي.

امريکا عراق کې دتندلارو خلاف د١٦٠ؤ نه زياتې فضائي حملې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG