لاس رسیدونکی لینک

"خيبرپښتونخوا کې ترهه گرۍ ځپلي ٦٥٠ سکولونه فعال شوي"


خيبرپښتونخوا صوبه کې دتندلاريتوب دبيلا بيلو پيښو په نتيجه کې ٧٥٠ؤ سکولونو ته نقصان رسيدلى.

پاکستان ديوې لسيزې نه تر زياتې مودې دترهه گرۍ په غيږه دى، که هر څو ددې اغيزې په ټول ملک شوي خو په ځانگړې توگه دترهه گرۍ له امله خيبرپښتونخوا صوبه اؤ دوفاق دانتظام لاندې قبائيلي سيمې زياتې ځپل شوي دي.

خيبرپښتونخوا صوبه کې دتندلاريتوب دبيلا بيلو پيښو په نتيجه کې ٧٥٠ؤ سکولونو ته نقصان رسيدلى.

دتعليم صوبائي وزير محمد عاطف خان وائس اف امريکا سره يوه مرکه کې وويل دا ډيره بدبختي ده چې چرته سکولونه جوړيدل پکار دي هلته دغه سکولونه دترهه گرۍ دپيښو ښکار پاتې شوي دي.

هغه وويل اووۀ نيم سوؤ سکولونو ته ( دترهه گرۍ له امله) نقصان رسيدلى چې پکې ځينې تباه شوي اؤ ځينو ته جزوي نقصان رسيدلى.

محمد عاطف خان وويل چې په دغو زيانمنو شوؤ سکولونو کې شپږ نيم سوه بيرته جوړ کړل شوي دي.

هغه وويل چې دتندلاريتوب له امله اغيزمن ١٠٠ سکولونه داسې هم دي چې بيا بحالولى شي.

عاطف خان وويل ټوله صوبه کې اتۀ ويشت نيم زره سرکاري سکولونه موقعيت لري اؤ دهغه په قول ددغو تعليمي ادارو تحفظ يواحې دامنيتي گامونو سيوا کولو سره ممکن نۀ دى بلکې دښې تگلارې جوړولو سره امن پځايې کيدى شي.

دهغه وينا وه چې " که چرې پاليسۍ ستاسو داسې وي چې ورسره ترهه گري په مکمله توگه ختمه شي نو سکول به ترې هم بچ کيږي"

هغه وويل چې دغوره تعليم اؤ ميرټ په اساس ملازمتونو ورکولو سره دترهه گرۍ خاتمه کې مدد کيدى شي.

دتعليم صوبائي وزير وويل چې حکومت يې دجينکو دتعليم لوري ته ځانگړى پام گرځوي.

هغه وويل دروانې مياشتې څخه به زر دجينکو کميونټي سکولونه کار شروع کړي.

عاطف خان وويل هغوي ١٦٠ نوي سکولونه جوړوي چې په دغو کې به ٧٠ فيصده دجينکو اؤ ٣٠ فيصده دهلکانو لپاره وي ځکه چې هغوي په صوبه کې دغه تناسب سمول غواړي

دهغه په قول دجينکو سکولونه بيخي کم دي.

محمد عاطف وويل چې دتعليم دمعيار غوره کولو لپاره داستاذانو دتربيت لوري ته هم پام گرځولى شي.

XS
SM
MD
LG