لاس رسیدونکی لینک

نوازشريف وائي حکومت يې سيلاب ځپلو سره ولاړ دى


نوازشريف وويل حکومت داوسنو سيلابونو په وجه داوښتي نقصان جاج اخلي ترڅو دسيلاب ځپلو دبحالۍ لپاره کوټلې مرسته باوري کړل شي.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف سيلاب ځپلو ته باور ورکړى چې حکومت به يې دهغوي دتاوانونو ازاله کوي اؤ په ټول ملک کې به دسيلاب ځپلو دبيا ابادولو لپاره گامونه اخلي.

دنهې په ورځ دپنجاب په مظفرگړهـ سيمه کې سيلاب ځپلو ته دخطاب په وخت وزيراعظم وئيلي دي چې حکومت به دهغوي دتباه شوؤ کورونو، فصلونو اؤ څاروؤ لپاره معاوضه ورکوي.

په پاکستان کې چارواکي وائي چې داوسنو بارانونو اؤ سيلابونو په نتيجه کې تر دې مهاله ٢٨٩ کسان مړۀ شوي اؤ ددې ترڅنگ ٢٥ لکه کسان ځپل شوي هم دي.

راپورونه وائي چې ددريائے چناب سيلابي اوبه اوس مهال جنوبي پنجاب کې دتباهۍ خورولو نه پس دسندهـ په لوري ورروانې دي اؤ ملتان، مظفرگړهـ اؤ راجن پور سيمو کې خلک سيلابي اوبو کې نښتي دي.

دسندهـ صوبې وزيراعلي قائم علي شاه خبريالانو سره خبرو کې وئيلي چې ٢٠١٠م کې دراغلو سيلابونو نه پس دهغه حکومت دسيندونو په غاړه جوړ بندونه مضبوط کړي اؤ اوس يې کلکه څارنه کولى شي.

وزيراعظم نواز شريف په دغه موقع سيلاب ځپلو ته په اوښتو تاوانونو افسوس وکړو اؤ وې وئيل حکومت به يې دهغوي دتکليفونو کمولو لپاره خپلې ذمه واري ادا کوي اؤ دمصيب په دې شيبه داولس سره ولاړ دى.

هغه وويل نړۍ کې يو تن هم خپل کور کلى دزياتې مجبورۍ نه بغير نۀ پريږدي اؤ زياته يې کړه چې سږکال ملک کې دسيلاب په شکل کې افت راغلى چې په نتيجه کې يې گڼ شمير خلکو خپل ځانونه دلاسه ورکړل، په لکونو ايکړه ځمکه باندې ولاړ فصلونه تباه شول اؤ څاروي هم مړۀ شول.

نوازشريف وويل حکومت داوسنو سيلابونو په وجه داوښتي نقصان جاج اخلي ترڅو دسيلاب ځپلو دبحالۍ لپاره کوټلې مرسته باوري کړل شي.

له دې وړاندې مظفرگړهـ ته په رسيدو وزيراعظم ته دسيلاب په وجه داوښتو تاوانونو په اړه حال احوال تير کړل شو اؤ ورته وويل شول چې دپينځويشتو زرو نه زيات خلک خوندي سيمو ته رسول شوي اؤ هغوي ته امدادي اؤ روغتيائي اسانۍ ورکولى شي.

XS
SM
MD
LG