لاس رسیدونکی لینک

پاکستان : بارانونو اؤ سيلابونو کې٢٠ لکه کسان ځپل شوي، ٢٨٠ مړۀ


پوځ وائي چې په اغيزمنو سيمو کې يې خلکو ته دخوراکي موادو دغورځولو ترڅنگ عسکري روغتيائي ډلې هم دمريضانو علاج کوي.

دقدرتي افتونو په مهال دمرستې دقومي ادارې( اين ډي ايم اى) وياند احمدکمال وئيلي دې چې ټول ملک کې داوسنو راغلو بارانونو اؤ سيلابونو په نتيجه کې ٢٨٠ کسان مړۀ شوي اؤ د٥٠ؤ نه زيات ژوبل شوي دي.

دهغه وينا وه ده چې دشلو لکو نه زيات خلک دغو بارانونو اؤ سيلابونو ځپلي هم دي.

دپاکستان پوځ دخالي په ورځ په يو بيان کې وئيلي دي چې دملتان، مظفراباد اؤ جهنگ ضلعو اوس هم خلک محفوظو علاقو ته وباسي اؤ دغلته دهيلي کاپټرو نه خلکو ته خوراکي مواد غورځوي.

پوځ وائي چې په اغيزمنو سيمو کې يې خلکو ته دخوراکي موادو دغورځولو ترڅنگ عسکري روغتيائي ډلې هم دمريضانو علاج کوي.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف دخالي په ورځ وئيلي دي چې حکومت به يې تر هاغه وخته په قلاره نۀ کښيني ترڅو چې يې ځپلي خلک بيا نۀ وي اباد کړي.

په جهنگ ضلع کې سيلاب ځپلو ته دخطاب په وخت وزيراعظم وئيلي دي چې دسيلاب ځپلو دمرستې لپاره وفاقي اؤ صوبائي حکومتونه په شريکه کار کوي اؤ زياته يې کړه چې دغه په خلکو احسان نۀ بلکې دحکومت ذمه واري ده.

نوازشريف وويل په سيلابونو کې چې کومو کورونو ته نقصان رسيدلى هغوي ته به معاوضه ورکولى شي.

له دې وړاندې وزيراعظم ته په سيمه کې دسيلابونو په وجه داوښتې مرگ ژوبلې اؤ تباهۍ په اړه حال احوال تير کړل شو.

دپاکستان پنجاب صوبه کې دريائے چناب کې دراغلو سيلابونو نه دملتان ښار دمحفوظولو کوششونه روان دي اؤ چارواکو دښار دبچ کولو لپاره دخالي په ورځ په گڼو مقاماتو درزونه اچولي چې ورسره نور کلي هم داوبو لاندې راغلي دي.

په سندهـ کې دسيلاب دممکنه صورتحال په تناظر کې نيولو سره دسندهـ حکومت هم په اتوؤ ضلعو کې دبيړني وضعيت اعلان کړى دى.

XS
SM
MD
LG