لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ سياسي کړکيچ کې نۀ دى کړى،جنرل عاصم باجوه


په پاکستان کې ځينې تجزيه کار اؤ سياست دانان شکونه څرگندوي چې اسلام اباد کې روانو دغو احتجاجونو ته دطاقتور پوځ خفيه ملاتړ ترلاسه دى ځکه چې دپوځ په پخواني سرلښکر جنرل(ر) پرويز مشرف دغدارۍ دمقدمې دچلولو نه پس پوځ دنوازشريف دحکومت نه خوشحاله نۀ دى.
په پاکستان کې ځينې تجزيه کار اؤ سياست دانان شکونه څرگندوي چې اسلام اباد کې روانو دغو احتجاجونو ته دطاقتور پوځ خفيه ملاتړ ترلاسه دى ځکه چې دپوځ په پخواني سرلښکر جنرل(ر) پرويز مشرف دغدارۍ دمقدمې دچلولو نه پس پوځ دنوازشريف دحکومت نه خوشحاله نۀ دى.

پاکستان کې دروان سياسي کړکيچ په حواله دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه وئيلي دي چې دپاکستان پوځ دجمهوريت ملاتړ کوي اؤ فکر نۀ کوي چې افواه گانو ته ځواب ورکول ضروري دي.

دحکومت مخالفو گوندونو پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک مشرانو عمران خان اؤ طاهرالقادري لخوا دتيرې تقريباً يوې مياشتې راهسې اسلام اباد کې دهرنا اؤ احتجاج روان دى.

دغه دواړه مشران دپاکستان دوزيراعظم نواز شريف، پنجاب دوزيراعلي شهباز شريف نه داستعفا غوښتنه کوي اؤ ددې ترڅنگ قادري دملک دټولو اسمبلو دماتولو اؤ دنظام دبسترې راټولولو غوښتنه هم لري.

په پاکستان کې ځينې تجزيه کار اؤ سياست دانان شکونه څرگندوي چې اسلام اباد کې روانو دغو احتجاجونو ته دطاقتور پوځ خفيه ملاتړ ترلاسه دى ځکه چې دپوځ په پخواني سرلښکر جنرل(ر) پرويز مشرف دغدارۍ دمقدمې دچلولو نه پس پوځ دنوازشريف دحکومت نه خوشحاله نۀ دى.

خو دجمعې په روځ دپوځ دمطبوعاتي څانگې انټرسروسز پبلک ريليشنز( ائي ايس پي ار) وياند جنرل عاصم باجوه ميډيا ته دخصوصي بريفنگ ورکولو په مهال وويل پوځ په واضحه توگه دجمهوريت اؤ ائين ملاتړ کړى اؤ زياته يې کړه چې دپوځ سرلښکر" يوم شهداء" په موقع خپل خطاب کې وئيلي وؤ چې پوځ په ائين اؤ جمهوريت باور لري.

ډي جي ائي ايس پي ار وويل چې پوځ په اسلام اباد کې دروانې سرگرمۍ سره هيڅ تعلق نۀ لري اؤ زياته يې کړه چې پوځ د جمهوريت اؤ ائين ملاتړ کوي.

هغه وويل دپاکستان پوځ ته اسلام اباد کې ددهرنو په مهال دپينځوؤ ودانو دتحفظ ذمه واري سپارل شوې وه چې پکې پاکستان ټيلي ويژن( پي ټي وي) شامل نۀ ؤ خو هغه وويل چې کله مظاهرين دغه ودانۍ ته داخل شول نو پوځ راوغوښتل شو اؤ وروستو ددې په خالي کولو يې مننه ادا کړل شوه.

هغه وويل چې دافواه گانو خورولو نه وړاندې اول ددې تصديق پکار دى اؤ که چرې دپخلي ضرورت وي نو پوځ سره دائي ايس پي ار په ذريعه رابطه کيدى شي اؤ دغسې به هغوي ځواب ورکوي.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه وويل چې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر مُلا فضل الله په افغانستان کې ناست دى اؤ ددغه ځايې نه دترهه گريزو حملو منصوبه بندي کوي.

ملا فضل الله دپاکستاني طالبانو مشر دى اؤ دپاکستان پوځ باور کوي چې هغه دافغانستان په نورستان يا کونړ ولايت کې پټ دي.

افغان حکومت دريځ لري چې دملا فضل الله په گډون کوم ترهه گر ته پناه ورکول دهغوي دحکومت دترهه گرۍ خلاف دتگلارې برخه نۀ ده.

جنرل عاصم دعوه کړې ده چې امنيتي ځواکونو په ملالې يوسفزئي سوات کې شوې حمله کې ککړ ترهه گر نيولي دي.

ملاله يوسفزئ يوه پاکستانۍ طالب علمه ده څوک چې دخيبرپښتونخوا صوبې دسوات سيمې سره تعلق لري، دطالبانو خلاف په غږ پورته کولو اؤ دجينکو دتعليم لپاره په هلو ځلو کولو اکتوبر کال ٢٠١٢م کې دهغې دسکول په گاډي ډزې شوې وې چې پکې ملاله سخته ژوبل شوې وه.

په ملالې يوسفزئ دشوې دغه حمله ذمه واري طالبانو قبوله کړې وه اؤ دړکه يې کړې وه چې که هغه ژوندۍ پاتې شوه نو بيا به يې هم په نخښه کوي.

جنرل عاصم وويل اسرارالله دملالې په کيس کې نيول شوى لمړى تن اؤ دهغه نه دترلاسه شوؤ معلوماتو په بنياد نور کسان هم ونيول شول.

هغه وويل خفيه ايجنسو، پوځ اؤ پوليسو يوه شريکه کارروائي ترسره کړې اؤ زياته يې کړه چې ديوې لس کسيزې ډلې چې شورا به ورته وئيل کيده تعقيب وکړل شو.

جنرل عاصم وويل دفرنيچر ددوکان يو مالک ظفر اقبال ددغه ډلې مشر ؤ اؤ هغه دملا فضل الله ملاتړ کوونکى ؤ.

پوځي وياند وويل ملا فضل الله افغانستان کې دى اؤ دهغه ډله دپاکستان دننه حملې کوي.

باجوه خبريالانو ته وويل دتحقيقاتو په مهال نيول شوؤ ترهه گرو منلې ده چې فضل الله دسمندري ځواکونو په ډاکيارډ دحملې منصوبه بندې کړې وه.

هغه وويل دغو کسانو دا هم منلې که چرې نيول شوى نۀ وى نو نو تقريباً ٢١ؤ نورو کسانو به يې حمله کوله، هغوي په سوات کې ديوې يونيورسټۍ سيکورټي گارډ هم وژلى، هغوي به دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت ته وړاندې کولى شي.

شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دروانو پوځي عملياتو ضرب عضب په حواله باجوه وويل ضرب عضب اپريشن مخ په ترقۍ روان دى ، په دغه مهال دوه زره اؤ دوه سوه انټلي جنس کارروايۍ ترسره شوي اؤ تر دې دمه ١٣٤ خطرناک ترهه گر نيول شوي دي.

هغه وويل چې پوځ به دترهه گرو په نخښه کول جاري ساتي اؤ دغه لړ کې به سول انتظاميې سره همکاري روانه وي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG