لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم سيلاب ځپلو لپاره دامدادي هلو ځلو تُندولو غږ کړى


 نوازشريف وويل دسيلابونو په وجه داوښتو زيانونو داندازې لگولو لپاره دې کار نور هم چټک کړل شي اؤ پکار ده چې دغه اندازه دمياشتو پځايې په اوونو کې ولگول شي.
نوازشريف وويل دسيلابونو په وجه داوښتو زيانونو داندازې لگولو لپاره دې کار نور هم چټک کړل شي اؤ پکار ده چې دغه اندازه دمياشتو پځايې په اوونو کې ولگول شي.

پاکستان کې دبارانونو وروستو دراغلو سيلابونو په نتيجه کې دپيدا شوي صورتحال دجاج اخستو لپاره دوفاقي کابينې غونډه دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ شوې ده.

غونډه کې فيصله شوې چې دسيلاب ځپلو خلکو لپاره به نړيوالې ورورولۍ ته دامداد اپيل نۀ شي کولى.

غونډې ته دوينا په مهال وزيراعظم نوازشريف دسيلاب ځپلو علاقو دمنتخبو استازو دکميټو جوړولو وينا وکړه اؤ وې وئيل چې دغه کميټۍ دې دسيلاب له امله د اغيزمنو شوؤ خلکو دبحالۍ په اړه اوږدمهاله اؤ لنډمهاله وړانديزونه پيش کړي.

نوازشريف وويل دسيلابونو په وجه داوښتو زيانونو داندازې لگولو لپاره دې کار نور هم چټک کړل شي اؤ پکار ده چې دغه اندازه دمياشتو پځايې په اوونو کې ولگول شي.

په دغه موقع وزيراعظم دقدرتي افتونو په مهال په مرسته کوونکې ادارې ( اين ډي ايم اى) غږ وکړو چې سندهـ کې دې داولس دځان ومال حفاظت لپاره ټول ممکنه احتياطي تدابير ونيول شي.

هغه په امدادي چارواکو غږ وکړو چې دماحولياتي بدلون له امله دقدرتي افتونو دمخنيوي لپاره دې يوه جامع تگلاره تياره کړى شي ځکه چې ددې په ذريعه دسيلابونو نه تحفظ ممکن دى، دقدرتي افتونو دمخنيوي لپاره به قومي انتظامي تگلاره دکابينې په راتلونکې غونډه کې پيش کولى شي.

له دې وړاندې وفاقي کابينې ته دحال احوال تيرولو په مهال دقدرتي افتونو دمخنيوي دقومي ادارې( اين ډي ايم اى) چئيرمين ميجر جنرل سعيد عليم ملک کې دراغلو اوسنو بارانونو اؤ سيلابونو په حواله وويل چې تر دې مهاله سيلابي اوبو کې ٢٧٤ کسان مړۀ شوي اؤ ٤٣ؤ زرو کورونو ته نقصان رسيدلى دى.

هغه وويل چې دپنجاب دپنجاب په لسو زرو ضلعو کې درې زره کلي اؤ ١١ لکه کسان دسيلاب له امله ځپل شوي دي.

هغه وويل چې دجهنگ، چنيوټ اؤ حافظ اباد علاقې داوسنو سيلابونو اؤ بارانونو په نتيجه کې زياتې اغيزمنې شوي دي.

داين ډي ايم اى چئيرمين وويل چې دهيلي کاپټرو اؤ کشتو په ذريعه پوځ هم ځپلو سيمو نه دخلکو په ويستلو کې بوخت دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG