لاس رسیدونکی لینک

پنجاب کې دسيلاب په وجه داغيزمنو کسانو شمير١٨ؤ لکو ته رسيدلى


احمدکمال وئيلي دي چې تر دې مهاله يو لک اؤ اووۀ زره زره خلک محفوظو ځائيونو ته رسول شوي دي.

پاکستان کې داوسنو بارانونو اؤ سيلاب په نتيجه کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٢٥٧ؤ ته رسيدلې، ١٨ لکه کسان اغيزمن شوي اؤ په زرگونو خلک اوس هم اغيزمنو سيمو کې گير دي.

چارواکي وائي چې اوس مهال دهغوي ترجيح لاندينو سيمو کې اوبو کې ګير خلک محفوظو ځائيونو ته ويستل دي.

دابادۍ په لحاظ دپاکستان تر ټولو لويه صوبه پنجاب کې دبارانونو اؤ سيلابونو په وجه داغيزمنو خلکو شمير ١٨ؤ لکو ته رسيدلى اؤ په پنجاب کې دافتونو دمخنيوي دصوبائي ادارې وياند محمد نواز خالد وائس اف امريکا ته وئيل يچې صوبه کې ددوؤ زرو نه زيات کلي متاثره شوي دي.

چارواکي وائي چې صوبه کې دلسو لکو ايکړو نه زياته دکرکيلې ځمکه هم اغيزمنه شوې اؤ دابتدائي اندازو ترمخه تر ټولو زيات نقصان دوريژو فصل ته رسيدلى دى.

پنجاب کې دريائے چناب کې دلوړې درجې سيلابي اوبه دپنجاب مينځنو علاقو کې دتباهۍ خورولو نه پس اوس دصوبې دجنوبي ضلعو اؤ دملتان په لوري ورروانې دي.

چارواکو ملتان اؤ دمظفرگړهـ لاندې سيمو کې اوسيدونکو خلکو ته محفوظو ځائيونو ته دوتلو وينا کړې ده.

دقدرتي افتونو په مهال دمرستې کونکې قومي ادارې (اين ډي ايم اى) دترجمان احمدکمال له دې وړاندې وئيلي وؤ چې دپاکستان دابادۍ په لحاظ تر ټولو لويه صوبه پنجاب کې دسيلاب له امله داغيزمنو خلکو شميره لسو لکو نه اوښتې ده.

احمدکمال وئيلي دي چې تر دې مهاله يو لک اؤ اووۀ زره زره خلک محفوظو ځائيونو ته رسول شوي دي.

هغه وئيلي چې محفوظو ځائيونو ته دخلکو دمنتقلولو لړۍ روانه ده چې ددې لپاره پينځلس هيلي کاپټرې اؤ ٥٧٠ کشتۍ استعمالولى شي.

پاکستان کې دراغلو سيلابونو اؤ بارانونو له امله تر دې مهاله تر ټولو زيات خلک په پنجاب صوبه کې وژل شوي، دغلته دمړو شوؤ کسانو شميره ١٧٩ ده،همدغه شان دپاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې ٦٦ اؤ گلگت بلتستان کې ١٢ کسان مړۀ شوي دي.

ددفاع وفاقي وزير خواجه اصف دشورو په ورځ پارليمان کې دسيلاب په موجوده صورتحال دبريفنگ ورکولو په مهال وئيلي دي چې دلويې تباهۍ نه بچ کيدو لپاره دپنجاب دجهنگ ضلعې سره نزدې تريمو بيراج کې درز اچول شوى چې ورسره يوه لويه علاقه داوبو لاندې راغلې ده.

هغه وويل دپاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې اغيزمنې کورنو نه ٨٠٠ په امدادي کيمپونو کې ميشته دي.

کشمير کې خواؤشا شپږ سوه اؤ پينځه ويشت کلو ميټره سړکونه اؤ پينځلس پلونه تباه شوي اؤ ددې ترڅنگ دبجلۍ اؤ ټيليفون نظام ته هم نقصان رسيدلى.

پنجاب کې په مختلفو مقامونو د٣٠٠ؤ نه زيات امدادي کيمپونه هم جوړ کړل شوي اؤ دچارواکو وينا ده چې گڼو سيمو کې ولاړو فصلونو ته هم زيان رسيدلى دى.

XS
SM
MD
LG